Hamdullah Hamdard
Afghan. Spread Love and Positivity
Insta.https://www.instagram.com/hamdullahsafi111?igsh=bHFzeDVxeXd2NXUx
03/08/2026
چې د حق لپاره ونه جنګیږي
بیا د ظلم خلاف کتابونه لیکل څه فایده نه کوي
❤🇦🇫❤
29/07/2026
درې رنګه بېرغ د ښکلا او د یووالي سمبول، همیش دي ځلیږي ❤🇦🇫❤
Nature❤
25/07/2026
د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه.❤🌹
#طبیعت
20/07/2026
د ښکلي نورستان د دې تصویر په لیدو ډېر خپه شوم. الله ج دې زموږ وطنوال او زموږ ښکلی نورستان د طبیعي او انساني افتونو څخه وساتي.
آمین
08/07/2026
ستا د سفر مودي خو لا پسې اوږديږي،
ته کله راځي ځواني مې تیره شوه تیریږي
07/07/2026
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ
د ډیرې اوږدي ناروغۍ ورورسته زمونږ او ستاسو د کرکټ د دُنیا ویاړ شاپور ځدران ددې دنیا سره خدای پاماني وکړه او د اوږ سفر په لور لاړ، الله ج دربار نه ورته د مغفرت دُعا کوو او جنت غوښتونکې یو.
شاپور ځدران سنګه چې به ستا په ویکټو اخیستلو مو چغي او خوشحالي کوله، نن همغسې ستا د مرګ په اوریدو مو بې اختیاره چغي او اوښکي توۍ کړي
رب دی دا سفر ښایسته کړه..
امین
07/07/2026
فخر او خوشحالۍمقام!
دا دوه ځوانان چې ویني د ا د کونړ د نرنګ ولسوالۍ مربوطه د یو غرییزي علاقي څخه دي ، مګر نن د د ټول وطن په سطحه کانکور کې د دوهم او شپږم مقام ګټلې.
دا لویه لاسته راوړنه یوازي د هغه کورنۍ نه بلکې د ټول وطن او بل خصوص د مشرقي او کونړ لپاره ډیر لوۍ فخر دی.
د یو غریب پلار دوه زامن او د یو غرییزي علاقي دوه ګلالي بچي نن د ټول وطن په سطحه دوهم او شپږم مقام لري ، دا د دې خبرې ډیر لوی ثبوت دی چې تعلیم ، استعداداو کامیابي یواځي ښه ژوند او د ښار ژوند چې هر قسم سهولت برابر وي او یو مالداره کورنۍ پوري اړه نه لري، بلکې د هغه ټول دولس کاله دوامداره هڅه، بې خوبي او د ښه ډیسپلین نتیجه ده.
دا چې زمونږ په وطن د غربت او بې کارۍ ټغر راخور دی په داسې حال زده کړه کول څه اسانه نه ده خو د الله ج د لوۍ دربار څخه ټولو هغه ځوانانو ته چې کامیاب شوۍ د زده کړو کولو توفیق او همت غواړم تر څو خپلو موخو او اهدافو ته ورسیږي.
د مرحون صیب خبره به نه کوو چې وایې مشرقي په دې خاطر تعلیم کوي چې دوۍ د بزګرۍ او دهقانۍ لپاره مناسبه خاوره او ځمکه نه لري.
نن یې ورته ووایم چې مونږ هر څه لرو خو مونږ اصلاً د علم او پوهي په قیمت او اهمیت پوهه یو او دد یو ښه ژوند تیرولو وسیله ګڼو نه د پېسو ګټلو.
زما د ورور صابرالله سعادت په شمول نورو ټولو هغه ځوانانو ته چې مختلفو پوهنځیو ته کامیاب شوې مبارکي او دویلو حوصله او توان ورته غواړم.
د هغې ورځې په تمعه یو چې ددې وطن نه د بې علمۍ، ناپوهۍ، بې کارۍ او غُربت ټغر غونډ او پر ځای یې د علم، پوهي او پرمختګ سیوري راخور شي.
چې هر ځوان او پېغله په خپل وطن کې د ښه تعلیم او د ښه ژوند نه برخمن شي.
هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې په خپل وطن کې ښه ډاکتران، ډاکتری، انجینران او د ژوند نورو شوبو اړوند خلک اوګور، او هیوادوال مو هیڅ بل هیواد ته مجبور نه شي چې د علاج او کار لپاره لاړ شي.
Hamdullah Hamdard
Hamdullah Hamdard
#کانکور #ځوانان #کامیابي
مونږ تل د خپلې خولې اور اخیستې، خبرې ډیري غټي غټي کوو خو کله چې د عمل وخت راشي بیا ددخپل ځان دفاع هم نه شو کولای.
دا د نړۍ تر ټولو بدرنګه سیاست دی .
په هیوادوالو دي خدای ورحمیږي.
😔😔😔
Category
Contact the public figure
Telephone
Address
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Hamdullah Hamdard posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.