javid Razmand1
تازه او د دقیقو خبرونو ادرس
12/08/2026
زمبابوې کې د مسافرو کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۵ مسافر مړه، ۲۷ نور لادرکه او ۷۷ نور ژغورل شوي دي.
کښتۍ د ۹۰ کسانو ظرفیت درلود، خو د ټکټونو له مخې پکې ۱۱۴ مسافر او ۵ د عملې غړي سپاره وو.
20/06/2026
ننګرهار کې د یوه ۲۰ کلن ځوان له پښتورګي ۸۵ تیږې وایستل شوې
د ننګرهار هیموډیالیز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ د عملیات پر مهال له ښي پښتورګي ۸۵ کوچنۍ تیږې لرې کړې دي. د روغتون رییس ذبیحالله روفي ویلي، د متخصصو ډاکټرانو او پرمختللو وسایلو په مرسته ګڼ ناروغانو ته بریالۍ درملنه ترسره شوې ده. تازه عملیات شوی ناروغ د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
20/06/2026
د پنجشیر د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د هوښیار (سمارټ) موبایلونو کارول منع شوي دي.
نوموړي ویلي چې دا پرېکړه د ا.ا د رهبرۍ د هدایت له مخې شوې او که کوم کارکوونکی له دې بندیز سرغړونه وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي.
20/06/2026
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۳۵ کلنې ځانګړې الوتکې «ایر فورس ون» د کارولو دوره پای ته ورسېده.
راپورونه وایي، قطر ته منسوبه هغه بوینګ ۷۴۷ الوتکه چې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري، به د لنډمهال لپاره د امریکا د ولسمشر د سفرونو د الوتکې په توګه وکارول شي او د «ایر فورس ون» بدیل رول به ترسره کړي.
19/06/2026
په انګلستان کې د دوو اورګاډو د ټکر راپورونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دواړو اورګاډو مسافر ټپیان شوي، خو دقیق ارقام ندي ورکړل شوي.
19/06/2026
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ په شډل کرکټ لوبغالي کې د «یووالي او امن» تر سرلیک لاندې د کرکټ ستر ټورنمنټ پایلوبه د زرګونو نندارهچیانو په حضور کې ترسره او په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. په دې سیالیو کې بېلابېلو لوبډلو د ورزشي روحیې او سالم رقابت له مخې برخه اخیستې وه. ګډونوالو او ویناوالو کرکټ د یووالي، ورورولۍ او سولې د پیاوړتیا مهمه وسیله وبلله او د ورته ورزشي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه
18/05/2026
منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اټکل کېږي او ویل کېږي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د ایران او لوېدیځ ترمنځ وضعیت بیا ترینګلی شي.
د دوحې د لوړو زده کړو انسټیټیوټ استاد محمد المصري الجزیرې ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سخت دریځو سیاسي کړیو تر فشار لاندې دی.
نوموړی زیاتوي، په دې کې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او ځینې جګړه پلوه چارواکي شامل دي چې د کړکېچ د زیاتېدو ملاتړ کوي.
هغه دا هم ویلي چې د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ وروستۍ خبرې د واشنګټن لپاره اغېزمنې نه وې او د ایران پر ضد د فشار په برخه کې یې کومه روښانه پایله نه ده ورکړې.
جنرال مبین له بنده ازاد او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
تاسې د هغه د خوشې کېدو په تړاو پیغام ویډیو کې وګورئ او واورئ
14/05/2026
د کیوبا د انرژی وزیر: ذخایرو کې څاڅکی تېل نه لرو.
د کیوبا د انرژی وزیر په تازه څرکندونو کې ویلي، دغه هېواد کې تېل،ګاز او سون توکي په بشپړه ډول خلاص شوي.
نوموړی زیاتوي که په دغه سخت حالت کې یې هر څوک پرې پلوري د دوی دروازې ورته پرانیستي دي.
امریکا په کیوبا پرلپسې بندیزونه لګولي چې له امله یې د تېلو خپل ورځنی تولید ۴۰ زره بیرله دی خو دوی ١١٠ زره بیرلو ته هره ورځ اړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په خپله اېکسپاڼه کې خبر ورکړی چې نن ورځ په کابل ښار کې د بېلابېلو امنیتي ادارو لپاره نوي وسایط ووېشل شول.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ موټرسایکلونه امني پولیسو ته، ۱۰۰ موټرسایکلونه د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند ځواکونو ته، ۵۰ وسایط د اطفائیې ادارې ته او ۱۵۰ موټرسایکلونه ترافیکو پولیسو ته په نوې بڼه او ښه کیفیت سره وسپارل شول.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul