ABID NOOR
.....
د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه د حکومتدارۍ يو څو فيصلي او ځانګړتياوې!
په مدينه منوره کي منافقين د نشت برابر شول ، ځکه چي منافقت دنيوي مال او منصب د حصول لپاره کيده خو د حضرت عمر عدالت او فراست دغه چانس له هغوي واخيست پوه شول چې منافقت د لاري دا مقاصد نشي ترلاسه کولاي.
د خلافت مسولينو او واليانو د عايد څخه زياته سرمايه به يي بيت المال کې جمع کړه او هغوي به يي معزول کړل،
په حکومتي پيسو تجارت ګټه يي حتي د ځينو عاملينو د اولادونو واخيسته او بيت المال کي جمع کړه
د خلافت د لښکر په عسکرو يي دولتي ځمکو تقسيم منع کړ،
هغو خلکو ته په شمول د ديني واعظانو چې د دين غير ضروري مسايل يي چيړل او بيانول د هغوي لپاره يي د سزا په ډول دري وهل مقرر کړل
ځان يي نيوکو او تنقيد ته وړاندې کړ چې کله به يي سالمه نيوکه واوريده قبوله به يي کړه او خپله فيصله به يي بدله کړه ، سالم تنقيد د هغه وخت کي ترويج شو،
د مشرانو پروتوکول ممنوع وو هغه د بيت المقدس سفر کي ځان سره يوه وښه او يو غلام بوتلل ، هغه او غلام به په نمبر په وښه سپريدل، د سفر په جامو کي يي وولس پيونده ول،،
کاپی
Category
Address
Kabul