Sima.News
سيما نيوز د اطلاعاتو په ډګر کې پر وخت ,دقيق ,موثر او باوري ادرس !
الینګار لغمان
03/06/2026
ایـ.ـران وایي، د قشم ټاپو پر وړاندې د امـ.ـریـ.ـکا د تېرې ورځې د بریـ.ـدونو په غبرګون کې یې په بحرین او کویټ کې د امریـ.ـکایي پـ.ـوځ اړوند پوځـ.ـي اډې په نښه کړې دي.
بلخوا، د د امریـ.ـکا دفاع وزارت هم دغه بریـ.ـدونه منلي، خو ویلي یې دي چې ځـ.ـواکونو او تاسیسـ.ـاتو ته کوم زیان نه دی اوښتی
03/06/2026
د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ یو اوسېدونکی، تازه ګل، له شاوخوا ۵۰ کلونو ورکېدو وروسته له ایران څخه بېرته هېواد ته راستون شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
د کورنۍ د غړو په وینا، نوموړی د عسکري خدمت لپاره له کوره وتلی و، او د راستنېدو پر مهال یې د خپل وطن خاوره ښکلې کړې ده.
03/06/2026
د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، نن او سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، دغه اټکل په پروان، پنجشېر، بامیان، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې شوی دی.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیندونو او سېلاب ځپلو سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
03/06/2026
په خوست ولایت کې د تېرې ورځې توپاني باد او باران له امله پنځه تنه ټپیان شوي او لسګونه موټرو، دوکانونو او کورونو ته زیان اوښتی دی.
چارواکي وایي، شاوخوا ۷۸۰ د سولر دستګاوې او نږدې ۲۰۰ جریبه باغونه هم زیانمن شوي، او د زیانونو د ارزونې لړۍ لا روانه ده.
03/06/2026
د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو درې شبکې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
چارواکي وایي، د دغو شبکو له لارې به ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیا برابره شي.
افغانستان د واخان سړک د خامه چارو په بشپړېدو له چین سره ونښلول شو!
22/12/2025
د پاکستان چارواکو ویلي ، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې کې یو مسافر وړونکی موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر کړی او له امله نهه افغانان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
09/12/2025
د مزارشريف ښار کې د کارته صلح پنځه سړکونو قیرریزۍ پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
07/12/2025
په لومړي ځل له افغانستان څخه روسیې ته ۴۵ ټنه پنبه صادره شوې او رسېدلې ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.