Samim Logari
د حق خبره، ګټوره لیکنه او مثبت فکر؛ که خیر خوښوئ، ښه راغلاست🥀📖❤️
13/09/2026
د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو پیل
په ډېرې خوښۍ سره خبر درکوم چې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو عملي چارې مو د غزني ولایت او د کابل ولایت د سروبي (نغلو) له سیمو څخه پیل کړې.
یوه میاشت وړاندې مو په غزني ولایت کې د ۲،۰۰۰ مېګاواټه او د کابل ولایت په سروبي کې د ۱،۰۰ مېګاواټه سولري برېښنا د تولید پروژې عملي پیل کړې.
د دې پروژو په لومړي پړاو کې د سولر پینلونو د نصب لپاره د ځمکې د هوارولو چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به بشپړې شي. له هغې وروسته به د دویم پړاو چارې په چټکۍ سره پیل شي، چې د سولر پینلونو نصب او لګول به پکې شامل وي.
د پاتې ۷،۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې به هم ډېر ژر په ټاکل شویو ولایتونو کې پیل شي
آغاز پروژههای تولید ۱۰ هزار میگاوات برق
عملیسازی پروژههای تولید ۱۰ هزار میگاوات برق را از ولایت غزنی و منطقه سروبی (نغلو) در ولایت کابل آغاز کردهایم.
یک ماه پیش، در ولایت غزنی پروژهٔ تولید ۲۰۰۰ میگاوات و در سروبی ولایت کابل پروژهٔ تولید ۱۰۰ میگاوات برق آفتابی را عملاً آغاز کردیم.
در مرحلهٔ نخست این پروژهها، کارهای هموارسازی زمین برای نصب سولر پینلها در حال نزدیکشدن به پایان است و در چند روز آینده تکمیل خواهد شد. پس از آن، مرحلهٔ دوم کارها نیز با سرعت آغاز خواهد شد که شامل نصب و راهاندازی سولر پینلها خواهد بود.
کارهای مربوط به تولید ۷۹۰۰ میگاوات برق باقیمانده نیز بهزودی در ولایتهای انتخابشده آغاز خواهد شد
#میویس #عزیزی #غزنی #ولایت
13/09/2026
هند او مینه والو ته یې د لومړۍ لوبې بریا مبارکه وي.
د افغان لوبغاړو خرابې او ناکامې توپ وهنې هند ته اسان هدف وټاکه او بری یې یقیني کړ.
زما لپاره د ماتې بل لوی علت د ۶۱ توپونو مس کول وو.
د هند په دا ډول میدانونو کې باید ۲۰۰ او یا تر دې ډېر هدف وټاکل شي.
د ابراهیم په کپتانۍ کې دا لومړۍ ماتې وه.
افغان لوبغاړي تر دې د ډېرې ښې لوبې او ښې مقابلې او د لوبې د ګټلو استعداد لري.
د سیریز د لومړۍ لوبې بایلل ډېرو لوبغاړو ته د بیدارۍ زنګ وي، پاتې دوو نورو لوبو کې به تر دې لا ښه ولوبېږو.
#کاپی
#هندوستان #کرکت #افغانستــان #کرکت
13/09/2026
یوه ورځ نادرخان،
له خپلو درباریانو سره یوځای، دتفریح لپاره پیاده له ارګ څخه راووت،
له زرنګارپارک سره،
د سړک پرسر دامیرعبدالرحمن خان زیارت مخته ودرید او خپلودرباریانوته یې وویل :
خدای دي وبخشي
د افغانستان په ټولو واکمانوکې، چې افغانان یې ښه پېژندلی وو او افغانستان یې ښه اداره کړ هغه امیر عبدالرحمان خان وو.
#نادرخان #افغانستــان
📖 په څلورو میاشتو کې یې ټول قرآنکریم په خپل لاس ولیکه!
په لوګر کې یوه ۶۷ کلن سپینږیري په څلورو میاشتو کې ټول قرآنکریم په خپل لاس لیکلی دی.
نور حال په راپور کې! 👇
#لوګر #قرآنکریم #اسلاميات
13/09/2026
دتاجکستان تر واک لاندې
بدخشان خاوره څنګه له افغانستان څخه جلاشو؟
پخوابه ځینې سیمې دخانانو لخوا اداره کیدې چې صلاحیت به یې هم دخان په لاس کې وه،
د امیرعبدالرحمان خان دواکمني پرمهال یوڅوک په نوم دخان بدخشان، وو،
امیر په دې خاطر چې پردغه خان څارنه ولري چې کوم وخت له شورویانو سره دخاورې معامله ونکړي دده لور یې ځان په نکاح کړه.
خان بدخشان یې خپل خسر کړ،
په دې خاطر چې خان دامیر له سترګو یوه شیبه هم لري ونه اوسي،
خپل استخباراتي افرادوته یې وظیفه ورکړې وه چې دده خسر باید 24 ساعته وڅاري،
امیر عبدالرحمان خان
دافغانستان دهغه وخت دنظام دشمنانو دڅار لپاره څو زره استخباراتي اشخاص درلود،
چې دمشکوکو افرادو څارنه به یې کوله.
یو وخت ګوري چې خان بدخشان په نیمه شپه تللی له شوریانو سره یې داوسني بدخشان چې دتاجکستان برخه ده معامله کړې
په دې وخت کې امیر ته راپور ورغی چې خان خو خاوره خرڅه کړه،
امیر ددې خبرې په اورېدو ډیرپه قهرشو
امر یې وکړ چې خان دي هم په توپ پیسې وتړل شي ودې ویشتل شې دشوروي خواته،
له خان سره دخاورې د خیانت په بدل کې همداسې چلند وشو .
#افغانستــان #بدخشان #تاجکستان
تش په نوم جنرال سمیع سادات؛ هغه جنرال چې ټول عمر یې په باټو او لویو دعوو تېر کړ، خو په سخت وخت کې یې خپل هېواد پرېښود او امریکا ته ولاړ.
اوس له هغه ځایه پر خپل هېواد او خپلو هېوادوالو بدې خبرې کوي او نوم یې بدناموي. اخر ولې دومره سپک؟ ولې دومره بېاحساسه؟
ویډیو راسره تر پایه وګورئ او د ننګیال ورور خبرې هم راسره واورئ؛ قضاوت بیا تاسې وکړئ!
#جمهوریت #امریکا #ننګیال
🎙️ د زلمي خلیلزاد مهمې څرګندونې!
د زلمي خلیلزاد مرکه واورئ چې د افغانستان او سعودي ترمنځ د تېلو او ګازو د اکتشاف او استخراج په اړه د وروستي تړون په تړاو یې څه ویلي دي.
هغه د دې تړون په اړه مهمې خبرې کړې دي؛ راځئ مرکه واورو چې خلیلزاد د افغانستان د طبیعي زیرمو او له سعودي سره د شوې هوکړې په اړه څه نظر لري.
#افغانستــان #سعودی #تړون #خلیلزاد
په غزه کې ماشومان یوازې خپل ژوند نه بایلي؛ هغوی د نړۍ د خاموشۍ تر سیوري لاندې خپل خوبونه، راتلونکی او ماشومتوب له لاسه ورکوي.
ژباړه
#غزه #ماشومان #اسراییل
13/09/2026
افغانستان هند ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.
نورې ټولې خبرې یوې خوا، افغانستان په ۶۱ توپونو باندې هېڅ منډې نه دې کړي. یانې په ۱۲۰ توپونو کې تر نیمايي زیات یې مس شوي. که په هر توپ باندې یوه-یوه منډه هم شوې وای، اوس به خبره تر ۲۱۰ ورپورته وای. دا په شل اوریزو لوبو کې د خندا او افسوس وړ خبره ده.
میدان، پچ او د هند بیټینګ ته په کتو، دا د ګټې هدف نه دی، مګر که په لومړیو شيږو اوورونو کې څلور پنځه ویکټې واخلو.
#افغانستــان #کرکت #هند
13/09/2026
ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره امریکا ته ۷ شرطونه وړاندې کړي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پای.
د ایران پر سمندري محاصرې پای ته رسول.
پر ایران د امریکا د بندیزونو لغوه کول.
د ایران د تیلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول.
د هرمز تنګي پر سر د ایران د حاکمیت منل.
د ایران له لوري د تنګي د تګ راتګ د تنظیم او د بېړیو د فیس اخیستو حق منل.
د ایران د امنیت او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا ضمانتونه.
تهران ویلي چې د شرطونو تر پوره کېدو مخکې به هرمز تنګی نه پرانیزي او له عمان سره شوې هوکړه هم د تنګي د پرانیستلو معنا نه لري.
#ایران #امریکا #جګړه #شرطونه
Category
Website
Address
Kabul
250000