Smart Pashto

Smart Pashto

Share

دلته فکرونه لیکل کېږي، احساسات وییل کېږي. لیک او ژبه زموږ وسلې دي.

03/07/2026

غندل څه مانا لري؟

«غندل» د پښتو ژبې د نږه مصدرونو ډلې یؤ مصدر دی، چې په دري ژبه کې یې «محکوم کردن » او په انګلیسي کې یې «Condemn» بولي، دغه کلمه په پښتو ژبه کې هغه وخت کارول کېږي چې یؤ عمل په ټولیزه توګه د ملامتولو، رټلو، بد ګڼلو، تنقید کولو او یا نۀ خوښولو وړ وګرځي.
کله چې یؤ څوک یا حکومت پر چا ظلم یا تېری وکړي او هغه عمل د نورو له لوري بد وګڼل شي، نو هغوی یې غندي. د بېلګې په توګه، کله چې څوک پر بل چا زیاتی وکړي، نو موږ ډېر ځله وایو چې د پلانکي کس دغه عمل د غندلو وړ دي، ځینې بیا وایې: زۀ/ موږ یې په کلکو ټکو غندو.
غندل کله نا کله د مظلومیت نښه هم ګڼل کېږي، د چا چې پر بل چا وس او زور بر نۀ وي، نو مظلوم یوازې د ظالم ظلمونه غندي او بس.

#کومه پوښتنه خو نشته!؟
نصرت اتل

#پښتو #ژبه #ادبیات #لیکوالي #اصول
#درس #خدمت #ملي #هویت #ملت

25/06/2026

شبکې غلې دي !!!

25/06/2026

ځینې حقیقتونه په خاموشۍ کې پیدا کېږي، نه په شور کې.

25/06/2026

څومره چې انسان پوهېږي، هومره پوهېږي چې لا په ډېر څه نه پوهېږي

24/06/2026

ستاسو په اند په افغانستان کې د 1GB انټرنېټ لپاره مناسبه بیه څومره بس ده ؟
البته مهمه دا چې انټرتېټ یې هم چټک شي تر قیمت یې کیفیت مهم دی!

24/06/2026

تازه !
د اترا ملي ادارې نن د مخابراتي شبکو مسؤلین را غوښتي و او دوی سره یې په وروستیو کې د انټرنېټې بیو او اړیکو بحث کړیدی.
د اترا ادارې د مخابراتي شبکو مشرانو ته تر راتلونکې یکشنبې ورځې پورې وخت ورکړی چې د انټرنېټ بیې بېرته پخواتي حالت ته وګرځوي.
اوس خبره په دې ځای نه درېږي پخوانی حالت یې هم ظلم دی او کیفیت تر ټولو مهم دی چې کار نکوي.
زمونږ ټول ملت عملي ګام غواړي او داسې ګام چې دا لس کلن فرېب او ظلم پای ومومي .
ملګرو ددې مهمې موضوع تعقیب باید وشي .
شبمې فرېب کوي غلا کوي او ظلم کوي .
Copy

24/06/2026

خلکو غږ
موږ د ټکنالوژۍ او پرمختګ مخالف نه یو، خو پوښتنه دا ده:
❌ ولې انټرنېټ دومره ګران دی؟ ❌ ولې د پکېج حجم ژر ختمېږي؟ ❌ ولې په ډېرو سیمو کې لا هم د شبکې پوښښ کمزوری دی؟ ❌ ولې اعلان شوی سرعت او ترلاسه شوی سرعت یو شان نه وي؟ ❌ ولې د خلکو شکایتونو ته جدي پاملرنه نه کېږي؟
🌍 نن سبا انټرنېټ د تعلیم، کار، سوداګرۍ او نړۍ سره د اړیکو اساسي وسیله ده.
کله چې یو زده‌کوونکی د انټرنېټ د لوړو بیو له امله درس نشي لوستلای، دا یوازې د هغه زیان نه دی؛ د ټول هېواد زیان دی.
📢 موږ شکایت نه کوو، موږ د ښه خدمت غوښتنه کوو.
✅ عادلانه بیې
✅ رښتینی سرعت
✅ پراخ پوښښ
✅ د مشتریانو درناوی
✅ روڼ او صادق خدمات
د خلکو باور په اعلانونو نه، بلکې په عمل ترلاسه کېږي.









📶🇦🇫

24/06/2026

“ځینې ورځې خندا دربخښي، ځینې ورځې اوښکې… خو ژوند دواړو ته اړتیا لري.” 🌿

24/06/2026

ژوند ښکلی دی… خو یوازې د مثبت فکر سره! 🌿
هره ورځ نوې موقع ده، نوی پیل دی، او نوې هیله ده.
که زړه دې مات هم وي، بیا هم امید مه پرېږده، ځکه له هرې تیارو وروسته رڼا راځي ✨
خپل ځان ته ارزښت ورکړه، خپلو خوبونو ته دوام ورکړه، او هیڅکله د ناکامۍ له وېرې مخ ته تګ مه بندوه.
💫 یاد ولره:
بریا د هغه چا ده چې هیڅکله نه درېږي.
Smart Pashto

24/06/2026

📢 Stop Robbing People!
Why is internet so expensive while the service is so poor?
❌ High prices
❌ Fast data consumption
❌ Slow internet speed
❌ Poor network coverage
People deserve fair prices, transparent packages, and reliable internet services.
We are tired of paying more and getting less.
Better Service, Fair Prices, Respect for Customers!

ـــــــــــــــــــــ***ــــــــ***ـــــــــــــــــ
📢 د خلکو له جیبونو لاس واخلئ!
❌ لوړ نرخونه
❌ کمزوری انټرنېټ
❌ ژر ختمېدونکې ډیټا
❌ خراب خدمات
خلک د عادلانه بیو او ښه خدمت حق لري.
#انټرنېټ

Category

Telephone

Website

Address

Khost
2501