BAMSMECo
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from BAMSMECo, Financial service, Kabul.
28/08/2024
Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Faisal Saidy, Mohammad Ibrahim Qaderi, SifatUllah Ghafoori
د افغان ډيجيټل کرنسي سره په خپله ژبه د کريپټو له نړۍ سره آشنا شئ.
24/05/2022
How Do You Buy Bitcoin?
تاسو څنګه بیټ کاین اخیستلای شئ؟
که چېرې تاسو نشئ کولی چې بیټ کاین د برېښنایي کیندنې (Mining) له لارې ترلاسه کړئ، نو تاسو کولی شئ چې یاده سکه په برېښنایي صرافیو لکه: (Binance, Coin Market Cap, Coinbase) کې د خپل بانکي حساب، کریډټ کارت یا ډبټ کارت پر مټ په آنلاین ډول وپېرئ. ډېری خلک د بیټ کاین د لوړ قیمت له وجې نشي کولی چې یو یا څو بیټ کاینه وپېري خو غم مکوئ تاسو کولی شئ چې د بیټ کاین برخې د خپل مالي توان تر کچې د آمریکايي ډالرو، یورو، افغانۍ او یا دې ته ورته نورو فزیکي کرنسیو پرمټ وپېرئ. په برېښنایې صرافیو کې د پېرلو او یا پلورلو شرط دا ده چې لومړی تاسو باید په دغو صرافیو کې یو حساب پرانیزئ. په برېښنايي صرافیو کې د حساب پرانیستل لکه د فیسبوک حساب جوړلو ته ورته ډیره ساده او آسانه ده. تاسو یواځې یو برېښنايي پتې (E-mail Address) ته اړتیا لرۍ. که چېرې غواړئ چې په (Binance, Coin Market Cap, Coinbase)برېښنايي صرافیو کې حساب پرانیزئ نو لاندې یې تړوني (Links) د حساب د پرانیستلو لپاره شریک شوي.
https://www.binance.com/en/activity/referral/offers/claim?ref=CPA_00SC267D4F
https://coinmarketcap.com/invite?ref=PO7E24FE
07/05/2022
What is Bitcoin?
بیټ کاین څه شی دی؟
په نني ځړ کې تاسو سره د ډیجیټلي اسعارو تر ټولو ارزښتناکه سکه چې د ډیجیټلي اسعارو پاچا لقب ورکړل شوی درپيژنو.
بیټ کاین یو برېښنایې یا مجازي سکه ده، دغه برېښنايې سکه چې د پیسو په توګه کارولو لپاره ډیزاین شوې خو د یوې سکې ارزښت يې په نړۍ کې د هر پولي واحد څخه په زرګونو کراتو لوړ ده. بیټ کاین د نورو پولي واحدونو په خلاف د کوم هیواد، مرکزي بانک او یا مالي بنسټ له لورې نه کڼټرولیږي او د کوم ځانګړي شخص یا بانک له ادارې او کڼټرول پرته د راکړې ورکړې وړتیا لري. بیټ کاین د دغې ځانګړنې په درلودلو سره په مالي راکړو ورکړو کې د دریمې ډلې د ښکیلتیا اړتیا لرې کوي چې دغه ځانګړنه په نړې کې د ډیرو مالي راکړو ورکړو د ستونزو د حل یوه ستره لاره ده.
بیټ کاین په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د ساتوشي ناکاموتو (Satoshi Nakamoto) په نوم د یو ناڅرګنده ډلې یا غړي لخوا معرفي کړي شو چې له هغه وخته راوروسته تر دې دمه نوموړې سکه د نړې تر ټولو پیژندول شوې او ارزښتناکه برېښنایې سکه ده.
04/01/2022
What is Digital Currency?
ډیجیټلي اسعار څه شی دي؟
ټول هغه اسعار چې په ډیجیټلي یا مجازي ډول شتون لري او د ډاډمنې راکړې ورکړې لپاره د کود لیکنې (Cryptography) څخه ګټه اخلي ډیجیټلي اسعار ګڼل کیږي.
What is Cryptocurrency/Crypto?
کریپټو کرنسي یا کریپټو څه شی ده؟
کریپټوکرنسي د ډیجیټلي اسعارو یوه ځانګړې بڼه ده چې د کریپټوګرافي پر بنسټ ولاړ ده. ډیری ډیجیټلي اسعار بلاکچین (Blockchain) ټکنالوجي کاروي ترڅو د ځانګړو ځانګړتیاوو څخه ګټه پورته کړي لکه: غیر متمرکزه کول، روڼتیا او نه بدلیدونکی. د ډیجیټلي اسعارو غیر متمرکزه ځانګړنه پدې مانا ده چې دوی د هیڅ ادارې، ډلې یا سازمان لخوا نه کنټرول کیږي.
کریپټو کرنسي په انټرنیټ کې د کوم منځګړي د مداخلې پرته نیغ په نیغه بل کس ته لیږل کیدی شي.
کریپټو کرنسی د ډالرو په څیر دي چې د ډول، ډول میکانیزمونو له لارې رامینځته شوي او ویشل کیږي. د ځینو ډیجیټلي اسعارو د رامینځته کیدو پروسه د بیټ کاین (Bitcoin) په څیر ده چې د کیندنې (Mining) لخوا ترسره کیږي خو ځیني بیا په ټولیزه بڼه کیندل شوي او بازار ته د راکړې ورکړې لپاره عرضه شوي دي.
(MQA)
Reference
https://www.cnbctv18.com
https://www.nerdwallet.com
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
1012