ACCI

ACCI

Share

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسمي فېسبوک پاڼه.
صفحه رسمی فیسبوک اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان.

Afghanistan Chamber of Commerce & Investment official page.

14/09/2026

دیدار رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با مسئولین سندریلا گروپ و هوتل کابل گراند

دوشنبه، ۲۳ سنبله، ۱۴۰۵

رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با مسئولین شرکت سندریلا گروپ و هوتل کابل گراند دیدار نمود.

در این نشست پیرامون مشارکت شرکت‌های داخلی در پروژه‌های بزرگ زیربنایی، به‌ویژه خط آهن هرات و خط آهن مزار–هرات بحث و تبادل نظر صورت گرفت و مسئولین سندریلا گروپ آمادگی خود را برای همکاری در این پروژه‌ها ابراز نمودند.

همچنان موضوع تعدیل تفاهم‌نامه با هوتل کابل گراند بررسی شد تا برای برنامه‌ها، کنفرانس‌ها و مهمانان اتاق، تسهیلات و تخفیف‌های ویژه فراهم گردد.

در پایان، بر ادامه همکاری و پیگیری عملی موضوعات مطرح‌شده تأکید شد.

-------------

د سنډریلا ګروپ او کابل ګراند هوټل له مسؤولینو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه.

دوشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سنډریلا ګروپ شرکت او کابل ګراند هوټل له مسؤولینو سره وليدل.

په دې ناسته کې د هېواد د خصوصي شرکتونو د لویو زیربنایي پروژو په ځانګړي ډول د هرات د اوسپنې پټلۍ او د مزار–هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د مشارکت په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د سنډریلا ګروپ مسؤولینو په دغو پروژو کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

همدارنګه له کابل ګراند هوټل سره د هوکړه‌لیک د تعدیل موضوع هم وڅېړل شوه، څو د خونې د پروګرامونو، کنفرانسونو او مېلمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او تخفیفونه برابر شي.
په پای کې د همکارۍ پر دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د عملي تعقیب پر اړتیا ټینګار وشو.

14/09/2026

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو لیدنه.

دوشنبه، د وږي ۲۳مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رئیسانو د سهامي شرکت جوړېدو او د اړوندو چارو د طی مراحلو د بهیر ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د شرکت د حقوقي، اداري او تخنیکي موضوعاتو ترڅنګ د یوه یوولس کسیز کمېسیون د ټاکلو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه، څو له سوداګرو او پانګوالو سره په ټول هېواد کې خبرې وکړي څو هغه لېوال، فعال، ژمن او د ښه نوم لرونکي ونډه‌وال وپېژندل شي، چې د شرکت په جوړېدو کې د ګډون وړتیا ولري.

د دواړو خونو رئیسانو د اجرااتو پر چټکتیا، د اړوندو ادارو ترمنځ پر ګټورې همغږۍ او په منظمه توګه د سهامي شرکت د چارو پرمخ وړلو لپاره د یوه مشخص چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

----------------------

ملاقات رؤسای اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و اتاق صنایع و معادن افغانستان

دوشنبه، ۲۳ سنبله، ۱۴۰۵

ملاقات میان رؤسای اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و اتاق صنایع و معادن افغانستان به‌منظور بررسی روند ایجاد و طی مراحل شرکت سهامی برگزار گردید.

در این دیدار پیرامون موضوعات حقوقی، اداری و تخنیکی شرکت و همچنان تعیین یک کمیسیون یازده‌نفری برای گفتگو با تاجران و سرمایه‌گذاران در سراسر کشور و شناسایی سهم‌داران علاقه‌مند، فعال، متعهد و خوش‌نام، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

رؤسای دو اتاق بر تسریع اجراآت، هماهنگی مؤثر میان نهادهای ذی‌ربط و ایجاد چارچوب مشخص برای پیشبرد امور شرکت سهامی تأکید نمودند.

Photos from ACCI's post 13/09/2026

سفر رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان به ولایت بامیان و دیدار با مقامات محلی و سکتور خصوصی

یکشنبه، ۲۲ سنبله، ۱۴۰۵

رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در رأس هیئتی به ولایت بامیان سفر نموده و در جریان این سفر با مقام‌های محلی، مسئولان اتاق‌های تجارتی، تاجران، سرمایه‌گذاران و نمایندگان سکتور خصوصی این ولایت دیدار و گفتگو نمود.

در آغاز سفر، والی محترم ولایت بامیان با گرمی و مهمان‌نوازی از رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و هیئت همراه استقبال نموده و در دفتر مقام ولایت با آنان دیدار و گفتگو کرد.

در این دیدار، پیرامون وضعیت تجارت و سرمایه‌گذاری در بامیان، ظرفیت‌ها و فرصت‌های اقتصادی این ولایت، مشکلات و چالش‌های تاجران و سرمایه‌گذاران و راه‌های گسترش همکاری و هماهنگی میان اداره محلی، اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و سکتور خصوصی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

متعاقباً، رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و هیئت همراه در نشست گسترده‌ای که در هوتل (پنج‌ستاره بام اسیا بامیان) برگزار گردیده بود، اشتراک نمودند. در این نشست، والی محترم ولایت بامیان، رؤسا و مسئولان ادارات امارت اسلامی، مسئولان شاروالی، مقامات اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ولایت بامیان، تاجران، سرمایه‌گذاران، نمایندگان سکتور خصوصی، علما دین، بزرگان و محاسن‌سفیدان ولایت بامیان حضور داشتند.

در این برنامه، والی محترم ولایت بامیان، شماری از رؤسا و مسئولان ادارات امارت اسلامی و رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان سخنرانی نمودند و دیدگاه‌های خویش را در رابطه به رشد اقتصادی، توسعه تجارت، سرمایه‌گذاری و حمایت از سکتور خصوصی بیان داشتند.

رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در سخنرانی خویش، در چارچوب صلاحیت‌ها و مسئولیت‌های اتاق، پیرامون توسعه تجارت، تشویق و گسترش سرمایه‌گذاری، حمایت از سکتور خصوصی، ایجاد فرصت‌های کاری، کاهش فقر و تقویت فعالیت‌های اقتصادی صحبت نموده و بر ضرورت همکاری و هماهنگی بیشتر میان ادارات امارت اسلامی، اتاق‌های تجارتی و سکتور خصوصی تأکید کرد.

وی همچنان با اشاره به ظرفیت‌های اقتصادی ولایت بامیان اظهار داشت که این ولایت در بخش‌های زراعت، صنایع، تجارت، گردشگری و سرمایه‌گذاری از ظرفیت‌های قابل توجه برخوردار بوده و استفاده مؤثر از این ظرفیت‌ها می‌تواند در رشد اقتصادی، ایجاد فرصت‌های کاری، بهبود وضعیت معیشتی مردم و کاهش فقر نقش مهمی ایفا نماید.

در ادامه این نشست، مشکلات، پیشنهادها و دیدگاه‌های تاجران، سرمایه‌گذاران و نمایندگان سکتور خصوصی ولایت بامیان استماع گردید و پیرامون راهکارهای رسیدگی به چالش‌های موجود و فراهم‌سازی تسهیلات بیشتر برای توسعه تجارت و سرمایه‌گذاری بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

همچنان، رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان به‌منظور حمایت از اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ولایت بامیان و رسیدگی به برخی مشکلات و نیازمندی‌های تعمیری آن، وعده همکاری به ارزش دو میلیون افغانی داد تا زمینه فعالیت و ارائه خدمات بهتر برای تاجران و سرمایه‌گذاران این ولایت فراهم گردد.

در جریان این برنامه، مقام ولایت بامیان به رسم مهمان‌نوازی و به پاس حضور رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، یک دست چپن ساخت ولایت بامیان را به وی اهدا نمود.

در این سفر، محترم عبدالنافع بارکزی معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان؛ محترم حاجی خالد مجید عضو هیئت‌مدیره و رئیس کمیته تخصصی سنگ‌های قیمتی و نیمه قیمتی؛ محترم حمیدالله حبیبی، رئیس کمیته تخصصی ساختمانی، محترم هیواد باز و محترم حاجی گل میر امینی اعضای هیئت ‌مدیره اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، رئیس اتاق را همراهی می‌نمودند.

پس از پایان برنامه‌ها، محترم حاجی گل میر امینی، عضو هیئت ‌مدیره اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و رئیس کمیته ترانسپورت، ضیافت ناهاری را ترتیب نمود که در آن حدود ۲۵۰ تن از مقامات و مسئولان امارت اسلامی، والی محترم ولایت بامیان، رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری بامیان، رئیس اتاق تجارت و صنایع بامیان، تاجران، سرمایه‌گذاران، نمایندگان سکتور خصوصی، بزرگان و محاسن‌سفیدان ولایت بامیان اشتراک ورزیدند.

این گردهمایی زمینه مناسبی را برای تحکیم روابط، ادامه گفتگوها و تبادل دیدگاه میان مسئولان محلی، اتاق‌های تجارتی و فعالان سکتور خصوصی فراهم ساخت.

اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان ضمن تأکید بر حمایت از تاجران، سرمایه‌گذاران و سکتور خصوصی، متعهد است تا مشکلات، خواست‌ها و پیشنهادهای آنان را به مراجع ذی‌ربط انعکاس داده و در راستای بهبود محیط کسب‌وکار، توسعه تجارت، تشویق سرمایه‌گذاری و تقویت سکتور خصوصی در سراسر کشور به تلاش‌های خویش ادامه دهد.

-----------------

بامیان ولایت ته سفر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس سفر او له سیمه‌ییزو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره يې لیدنه

يک‌شنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې له سیمه‌ییزو چارواکو، د سوداګریزو خونو له مسؤلینو، سوداګرو، پانګه‌والو او د دغه ولایت د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او خبرې وکړې.

د سفر په پیل کې د بامیان ښاغلي والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوي د تود هرکلی او مېلمه‌پالنې ترڅنګ د ولایت په مقام کې ورسره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په بامیان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې وضعیت، د دغه ولایت د اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو، د سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو او ننګونو او همدارنګه د سیمه‌ییزې ادارې، سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوی د باميان په (بام اسيا) پنځه ستوريز هوټل کې جوړې شوې پراخې غونډې کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د بامیان ولایت محترم والي، د اسلامي امارت د ادارو رئیسانو او مسؤلینو، د ښاروالۍ مسؤلینو، د بامیان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو، سوداګرو، پانګه‌والو، د خصوصي سکټور استازو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپین ‌ږیرو ګډون کړی و.

په غونډه کې د بامیان ولایت محترم والي د اسلامي امارت یو شمېر ادارو رئیسانو او مسؤلینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ویناوې وکړې او د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې او د خصوصي سکټور ملاتړ په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس په خپله وینا کې د خونې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او پراختیا، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د بې‌وزلۍ کمولو او د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکټور ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي همدارنګه د بامیان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل، چې دغه ولایت د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، ګرځندوی او پانګونې په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او له دغو ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه کولای شي په اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د خلکو د ژوند شرایطو په ښه‌والي او د بې‌وزلۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د غونډې پر دوام کې د بامیان ولایت د سوداګرو، پانګه‌والو او د خصوصي سکټور د استازو ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه واورېدل شول او د شته ننګونو د حل او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د بامیان سوداګرۍ او پانګونې خونې د ملاتړ او د هغې د ځینو ترمیماتي ستونزو او اړتیاوو د حل په موخه د دوه میلیون افغانیو په ارزښت د همکارۍ ژمنه وکړه، څو د دغه ولایت سوداګرو او پانګه‌والو ته د لا ښو فعالیتونو او خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د بامیان ولایت مقام د مېلمه‌پالنې په دود او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د حضور په درناوي په بامیان ولایت کې پر لاس جوړه شوې چپن نوموړي ته ډالۍ کړه.

په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي عبدالنافع بارکزي؛ د مدیره پلاوي غړی او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي حاجي خالد مجید؛ د ساختماني چارو د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي حمیدالله حبیبي او د خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي هېواد باز او حاجي ګل میر امیني د خونې له رئیس سره ملتیا کوله.

د پروګرامونو له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د ټرانسپورټ ځانګړې کمېټې رئیس ښاغلي حاجي ګل میر امیني د غرمې مېلمستیا چمتوو کړې وه، چې په کې شاوخوا ۲۵۰ تنو د اسلامي امارت چارواکو او مسؤلینو، د بامیان محترم والي، سوداګرو، پانګه‌والو، د خصوصي سکټور استازو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ګډون وکړ.

دې غونډې د سیمه‌ییزو مسؤلینو، سوداګریزو خونو او د خصوصي سکټور د فعالانو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا، د خبرو اترو د دوام او د نظرونو تبادلې لپاره مناسبه زمینه برابره کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له سوداګرو، پانګه‌والو او خصوصي سکټور څخه د خپل ملاتړ په ټینګار سره ژمنه کوي، چې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه به اړوندو مراجعو ته ورسوي او په ټول هېواد کې به د سوداګرۍ د چاپېریال د ښه‌والي، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې هڅونې او د خصوصي سکټور پیاوړتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

13/09/2026

د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره شوه.

یکشنبه، د وږي ۲۲مه، ۱۴۰۵

د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته د شنبې په ماښام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو، سوداګرو، سلاکارانو، تخنیکي ټیمونو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سهامي شرکت د جوړېدو د حقوقي، اداري او تخنیکي اړخونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د بحث مهم موضوعات د شرکت حقوقي جوړښت او حقوقي شخصیت، د ثبت شرایط او پړاوونه، د مؤسسینو او سهم لرونکو شمېر، د اساسنامې ترتیب، د پانګې او ونډو ټاکل او د شرکت د جوړولو اړوند نور حقوقي او تخنیکي الزامات وو.

په دوام کې لومړنۍ هوکړه وشوه، چې په لومړي پړاو کې د خصوصي سکټور له منځه ۵۰ تنه وړ، باوري او متعهد سوداګر او پانګوال د شرکت د مؤسسینو په توګه وټاکل شي. د مؤسسینو ټاکنه به د پانګونې د توان، ژمنتیا، لېوالتیا او په لویو اقتصادي پروژو کې د ونډې د ظرفیت پر بنسټ ترسره کېږي.

همدارنګه هوکړه وشوه، چې د شرکت د حقوقي او تخنیکي چوکاټ له نهایي کېدو او د لومړنیو ۵۰ مؤسسینو له پیژندنې وروسته په راتلونکي کې د سهم لرونکو د شمېر د زیاتولو او د نویو سهم لرونکو د منلو په اړه د پرېکړې صلاحیت به د شرکت د مؤسسینو په واک کې وي. د سهم لرونکو د شمېر هر ډول زیاتوالی به د مؤسسینو د پرېکړې او هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي.
--------------
چهارمین جلسه کمیته تخنیکی ایجاد شرکت سهامی برگزار شد.

یکشنبه، ۲۲ سنبله، ۱۴۰۵

چهارمین جلسه کمیته مشترک ایجاد شرکت سهامي شام شنبه با حضور رؤسای اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و اتاق صنایع و معادن افغانستان، تاجران، مشاورین، تیم‌های فنی و مسئولان وزارت صنعت و تجارت برگزار شد.

در این جلسه، پیرامون ابعاد حقوقی، اداری و فنی ایجاد شرکت سهامی بحث و تبادل نظر صورت گرفت. موضوعات مهم مورد بحث شامل ساختار و شخصیت حقوقی شرکت، شرایط و مراحل ثبت، تعداد مؤسسین و سهام‌داران، ترتیب اساسنامه، تعیین سرمایه و سهام و سایر الزامات مربوط به ایجاد شرکت بود.

در ادامه، توافق ابتدایی صورت گرفت که در مرحله نخست، ۵۰ تن از تاجران و سرمایه‌گذاران متحد، توانمند و قابل اعتماد سکتور خصوصی، به‌عنوان مؤسسین شرکت انتخاب شوند. انتخاب مؤسسین بر اساس توانایی سرمایه‌گذاری، تعهد، علاقه‌مندی و ظرفیت مشارکت در پروژه‌های بزرگ اقتصادی صورت خواهد گرفت.

همچنان توافق شد که پس از نهایی‌شدن چارچوب حقوقی و فنی شرکت و تثبیت ۵۰ تن مؤسس ابتدایی، صلاحیت تصمیم‌گیری در مورد افزایش تعداد سهام‌داران و پذیرش سهام‌داران جدید در آینده، در اختیار مؤسسین شرکت خواهد بود و هرگونه افزایش تعداد سهام‌داران، براساس تصمیم و توافق مؤسسین صورت خواهد گرفت.

Photos from ACCI's post 12/09/2026

سومین جلسه کمیته تخنیکی ایجاد شرکت سهامی برگزار شد.

شنبه، ۲۱ سنبله، 1405

سومین جلسه کمیته تخنیکی ایجاد شرکت سهامی با حضور رؤسای اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و اتاق صنایع و معادن افغانستان و شماری از اعضای هیأت‌های مدیره هر دو نهاد برگزار گردید.

در این جلسه، اعضای کمیته تخنیکی پیرامون موضوعات اساسی مرتبط با ایجاد و ثبت شرکت سهامی، از جمله نوعیت و ساختار شرکت، مؤسسین و سهام‌داران، تعداد و ارزش اسهام، میزان سرمایه‌گذاری ابتدایی، نحوه تنظیم و تقسیم سهام، چارچوب حقوقی و مدیریتی شرکت، و چگونگی طی مراحل قانونی و اداری روند ثبت و اخذ جواز بحث و تبادل نظر نمودند.

همچنان، در مورد الزامات تخنیکی و حقوقی مرحله تأسیس شرکت و اقدامات لازم برای پیشبرد منظم و شفاف پروسه، دیدگاه‌ها و پیشنهادهای اعضای کمیته مورد بررسی قرار گرفت.

در پایان جلسه، پس از جمع‌بندی مباحث، هدایت‌های لازم به‌منظور پیشبرد امور، تکمیل بررسی‌های تخنیکی و حقوقی و تسریع روند طی مراحل قانونی ایجاد شرکت صادر گردید.

این جلسه در راستای ایجاد هماهنگی میان اعضای کمیته و فراهم‌سازی زمینه برای ایجاد یک ساختار منظم، شفاف و مبتنی بر اصول مسلکی برای شرکت سهامی برگزار شد.
-------------------
د سهامې شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې درېیمه ناسته ترسره شوه.

شنبه، د وږي ۲۱مه، ۱۴۰۵

د سهامي شرکت د جوړېدو د تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې د رئیسانو او د دواړو بنسټونو د مدیره پلاوو د یو شمېر غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د تخنیکي کمېټې غړو د سهامي شرکت د جوړېدو او ثبت اړوند پر اساسي موضوعاتو لکه د شرکت ډول او جوړښت، مؤسسان او سهم‌لرونکي، د ونډو شمېر او ارزښت، د لومړنۍ پانګونې کچه، د ونډو د برابرولو او وېش څرنګوالی، د شرکت حقوقي او مدیریتي چوکاټ او همدارنګه د شرکت د ثبت او جواز اخېستنې د قانوني او اداري پړاوونو د ترسره کولو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

همدارنګه د شرکت د جوړېدو په پړاو کې د تخنیکي او حقوقي اړتیاوو او د پروسې د منظم او روڼ پرمخ‌بیولو لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د کمېټې د غړو نظرونه او وړاندیزونه وڅېړل شول.

د ناستې په پای کې د بحثونو له راټولولو او لنډیز وروسته د چارو د پرمخ‌بیولو، د تخنیکي او حقوقي ارزونو د بشپړولو او د شرکت د جوړولو د قانوني پړاوونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې صادرې شوې.

دغه ناسته د کمېټې د غړو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو او د یوه منظم، روڼ او د مسلکي اصولو پر بنسټ د سهامي شرکت د جوړېدو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه ترسره شوه.

Photos from ACCI's post 11/09/2026

د سهامې شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه.

جمعه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۵

د سهامي شرکت د جوړېدو د ګډې کمېټې دویمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د عمومي رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کمېټې غړو د سهامي شرکت د جوړېدو، د پانګونې فرصتونو او د دغو شرکتونو د عملي فعالیتونو د پیل د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مطرح شویو موضوعاتو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په لومړي ګام کې دې د نفتو تصفیې او پروسس په برخه کې یو گډ سهامې شرکت جوړ شي. د دې طرحې په لومړي پړاو کې د نفتو د تصفیې او پروسس یوې معیاري فابریکې جوړول په پام کې نیول شوي، چې هره ورځ به د پنځه زره ټنه ډېزلو او پټرولو د تولید ظرفیت ولري.

ټاکل شوې دغه فابریکه د عصري ټکنالوجۍ او پرمختللو وسایلو په کارولو سره د سیمې هېوادونو له معتبرو معیارونو، د افغانستان له ملي نورمونو او معیارونو او د کیفیت خوندیتوب او چاپېریال ساتنې له الزاماتو سره سم طرحه او جوړه شي.

د دې فابریکې د جوړېدو موخه د کورني بازار د اړتیاوو یوې برخې پوره کول، د نفتو تصفیه شویو محصولاتو په وارداتو کې د اتکا کمول، د پانګونې جلب، د کاري فرصتونو رامنځته کول او په هېواد کې د نفتو د تصفیې او پروسس صنعت پراختیا ده.

همدارنګه په دې ناسته کې د سهامي شرکت د جوړېدو حقوقي، تخنیکي، مالي او اجرائیوي پړاوونه هم وڅېړل شول او د کمېټې تخنیکي غړو ته لارښوونه وشوه، چې لازمې څېړنې او مطالعات ترسره کړي او خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه د راتلونکو ارزونو او پرېکړو لپاره وړاندې کړي.

Photos from ACCI's post 11/09/2026

دومین نشست کمیته مشترک ایجاد شرکت سهامی برگزار شد.

جمعه، ۲۰ سنبله، ۱۴۰۵

دومین نشست کمیته مشترک ایجاد شرکت سهامی، با حضور و تحت ریاست محترم سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و الحاج احمد نبی زاده رئیس عمومی اتاق صنایع و معادن افغانستان برگزار گردید.

در این نشست، اعضای کمیته پیرامون ایجاد شرکت‌های سهامی مشترک، زمینه‌های سرمایه‌گذاری و چگونگی آغاز فعالیت‌های عملی این شرکت‌ها بحث و تبادل نظر نمودند.

پس از بررسی موضوعات مطرح‌شده، تصمیم اتخاذ گردید که در گام نخست، یک شرکت سهامی مشترک در بخش تصفیه و پروسس نفت ایجاد شود. در فاز نخست این طرح، احداث یک فابریکه معیاری تصفیه و پروسس نفت با ظرفیت تولید روزانه پنج هزار تُن تیل دیزل و پطرول در نظر گرفته شده است.

قرار است این فابریکه با استفاده از تکنالوژی عصری و تجهیزات پیشرفته، مطابق استانداردهای معتبر کشورهای منطقه، نورم‌ها و معیارهای ملی افغانستان و الزامات کیفیت، مصونیت و حفاظت از محیط زیست طراحی و احداث گردد.

هدف از ایجاد این فابریکه، تأمین بخشی از نیازمندی‌های بازار داخلی، کاهش وابستگی به واردات فرآورده‌های نفتی، جلب سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی، ایجاد فرصت‌های کاری و توسعه صنعت تصفیه و پروسس نفت در کشور می‌باشد.

همچنان، در این نشست مراحل حقوقی، تخنیکی، مالی و اجرایی ایجاد شرکت سهامی مورد بحث قرار گرفت و به اعضای تخنیکی کمیته هدایت داده شد تا مطالعات لازم را انجام داده و طرح‌ها و پیشنهادهای مشخص خویش را جهت بررسی و تصمیم‌گیری‌های بعدی ارائه نمایند.

Photos from ACCI's post 10/09/2026

ملاقات رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با سفیر جمهوری هند در کابل

پنجشنبه، ۱۹ سنبله ۱۴۰۵

محترم الحاج سید کریم هاشمی، رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، در حضور محترم الحاج مسعود راحت، عضو هیئت مدیره و معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ولایت قندهار، با محترم یتین پتیل، سفیر جمهوری هند در کابل، دیدار و پیرامون تسهیل و افزایش صادرات میوه تازه، میوه خشک و انجیر افغانستان به هند گفت‌وگو نمود.

رئیس عمومی اتاق با تأکید بر اهمیت بازار هند برای محصولات صادراتی افغانستان، از سفیر جمهوری هند خواست تا با مقامات ذی‌ربط آن کشور در زمینه افزایش پروازهای شرکت هوایی کام‌ایر همکاری نموده و زمینه انجام پروازهای منظم و در صورت امکان روزانه دو پرواز را برای انتقال سریع میوه تازه و میوه خشک تاجران افغان فراهم سازد.

محترم هاشمی همچنان خواستار همکاری هند در زمینه اختصاص یک پرواز روزانه کارگوی هوایی آن کشور برای انتقال محصولات صادراتی افغانستان شد تا ظرفیت انتقال میوه تازه، میوه خشک و انجیر به بازارهای هند افزایش یابد.

در بخش دیگری از این دیدار، رئیس عمومی اتاق خواستار تسهیل و تسریع صدور ویزای عاجل برای تاجران و صادرکنندگان میوه تازه و خشک افغانستان گردید تا آنان بتوانند امور تجارتی و صادراتی خود را به‌موقع پیگیری نمایند.

محترم یتین پتیل، سفیر جمهوری هند در کابل، از موضوعات مطرح‌شده استقبال نموده و اطمینان داد که درخواست‌های مربوط به افزایش پروازها، کارگوی هوایی و تسهیل ویزای تاجران افغان را با مقامات مربوطه هند پیگیری خواهد کرد.

در پایان، دو جانب بر ادامه همکاری برای تسهیل و افزایش صادرات محصولات افغانستان به هند تأکید نمودند.
-------------------

په کابل کې د هند له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه.

پنجشنبه، د وږي ۱۹مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د مدیره پلاوي غړي او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي الحاج مسعود راحت په حضور کې په کابل کې د هند له سفیر ښاغلي یتین پټېل سره لیدنه او د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي او ورته اسانتياوو پر برابرولو خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره د هند د بازار پر ارزښت ټینګار وکړ او د هند له سفیر یې وغوښتل، چې ياد هېواد ته د کام ایر هوايي شرکت د الوتنو زیاتوالي په برخه کې له اړوندو هندي چارواکو سره همکاري وکړي او د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو د چټک انتقال لپاره د منظمې او که امکان ولري د ورځې د دوو الوتنو زمینه برابره کړي.

ښاغلي هاشمي همدارنګه له هند څخه د یوه ورځني هوايي کارګو الوتنې د ځانګړې کولو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د هند بازارونو ته د افغانستان د تازه مېوو، وچو مېوو او انځرو د صادراتي جوپو د انتقال ظرفیت لوړ شي.

د دې لیدنې پرمهال د خونې عمومي رئیس د افغانستان د تازه او وچو مېوو د سوداګرو او صادرونکو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر د اسانولو او چټکتیا غوښتنه هم وکړه، څو په خبره يې هغوی وکولای شي خپلې سوداګریزې او صادراتي چارې پر وخت تعقیب کړي.

په کابل کې د هند سفیر ښاغلي یتین پټېل د مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د الوتنو د زیاتوالي، هوايي کارګو او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې اسانتیا اړوند غوښتنې به له هندي اړوندو چارواکو سره تعقیب کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو هند ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو د صادراتو پر زياتوالي او ورته د لازمو اسانتياوو برابرولو په موخه د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

10/09/2026

د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون لپاره د ترسره شوي چمتووالي په اړه د خبري کنفرانس او د افغانستان نړيوال نندارتون په مرکز کې د تنظيم شوو غرفو د ليدنې لنډ جريان.

قرار است پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابو حنیفه (رح) به تاریخ ۱۵ الی ۲۱ میزان برگزار گردد.






#افغانستان
#نندارتون

Photos from ACCI's post 10/09/2026

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټیژیکو چارو مرستیال د وچې مېوې د صادرونکو د ستونزې څېړلو په موخه د کابل هوايي ډګر له رئیس او د هوايي شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

پنج‌شنبه، د وږي ۱۹مه، ۱۴۰۵

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سټراټیژیکو چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شیرزاد او د خونې د مدیره پلاوي غړي او کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي الحاج مسعود راحت د کابل نړیوال هوايي ډګر له رئیس او د هوايي شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل او د صادرونکو، په ځانګړې توګه یې د کندهار د وچې مېوې د صادرونکو ستونزو او ننګونو په اړه ورسره خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې د کندهار د وچې مېوې صادروونکو اتحادیې رئیس حاجي نورالدین ایازي د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي حاجي بسم‌الله نوري، یو شمېر سوداګرو، د وچې مېوې صادرونکو او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د کندهار خصوصي سکټور استازو د هوايي کارګو له لارې د سوداګریزو جوپو د لېږد او صادراتو په بهیر کې شته ستونزې او ننګونې د هوايي ډګر له مسؤلینو او د هوايي شرکتونو له استازو سره شریکې کړې.

ګډونوالو د هوايي کارګو د خدمتونو د فیس لوړوالی، د هوا له لارې د سوداګریزو جوپو د لېږد محدود ظرفیت، د نوبت ورکولو او د جوپو د لېږد د تنظیم په سیستم کې ستونزې او د خدمتونو وړاندې کولو په بهیر کې یو شمېر نورې ستونزې د وچې ميوې د صادرونکو له مهمو ستونزو څخه وبللې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج مسعود راحت، د هوايي کارګو له لارې د صادراتو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په چټکۍ د جوپو د لېږد لګښت او ظرفیت د افغانستان د صادراتو د سیالۍ ‌وړتیا له مهمو عواملو څخه دي. د نوموړي په خبره د موجودو ستونزو حل کول کولای شي د صادراتو، په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د صادراتو زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي راحت زیاته کړه، چې د کندهار د وچې ميوې صادرونکي د افغانستان د صادراتو په پراختیا کې مهم رول لري او ورته د مناسبو خدمتونو برابرول، د اضافي لګښتونو کمول او د سوداګریزو جوپو د لېږد لپاره د منظم او شفاف سیسټم رامنځته کول کولای شي، د صادراتي فعالیتونو د پیاوړتیا او بهرنیو بازارونو ته د افغانستان د جوپو رسولو په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د ناستې پر دوام د کابل نړیوال هوايي ډګر رئیس د کندهار د سوداګرو او د خصوصي سکټور د استازو ستونزې، وړاندیزونه او اندېښنې واورېدې او د هوايي ډګر د خدمتونو په برخه کې يې د رامنځته شویو اسانتیاوو، په ځانګړي ډول د ځینو خدماتي فیسونو د کمښت یا تخفیف په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل.

د کابل هوايي ډګر رئیس د خصوصي سکټور له همکارۍ سره د ستونزو د حل پر اهمیت ټینګار وکړ او د سوداګرو او صادرونکو له لوري مطرح شوې ستونزې یې د پاملرنې وړ وبللې. نوموړي د مطرح شویو مواردو د ارزونې او تعقیب په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

نوموړي همداراز د هوايي کارګو اړوند شرکتونو د اوسني محدود ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دې برخه کې د فعالو شرکتونو د ظرفیت کموالی د سوداګریزو جوپو د لېږد په برخه کې د ځینو ستونزو رامنځته کېدو یو مهم لامل دی.

د کابل نړيوال هوايي ډګر رئیس زیاته کړه، چې د خراسان هوايي کارګو شرکت په دې وروستیو کې د فعالیت قانوني جواز ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د هوايي کارګو په برخه کې خپل فعالیت پیل کړي. د نوموړي په خبره، د دغه شرکت د فعالیت پیل کول کولای شي د جوپو د لېږد ظرفیت زیات او د هوايي کارګو د خدمتونو ښه‌والي او د موجودو ستونزو د یوې برخې کمېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د لیدنې پر دوام د کندهار او د هند؛ امريتسر ښار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل موضوع هم وڅېړل شوه. د کابل نړيوال هوايي ډګر رئیس په دې برخه کې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دغو الوتنو د پیلېدو هڅې روانې دي. نوموړي وویل چې د کندهار او امريتسر ترمنځ د مستقیمې هوايي لارې فعالېدل کولای شي د کندهار سوداګرو، صادرونکو او نورو اقتصادي فعالانو لپاره ځانګړی اهمیت ولري.

ګډونوالو هم ټینګار وکړ چې د مستقیمو هوايي مسیرونو رامنځته کول، په ځانګړي ډول د صادراتي جوپو لپاره کولای شي چې د لېږد وخت او لګښت یې راکم، د صادراتو بهیر چټک او له سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

د لیدنې په پای کې د کابل نړيوال هوايي ډګر مسؤلینو له سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل، چې د موجوده ستونزو د حل په موخه د هوايي ډګر او هوايي شرکتونو له مسؤلینو سره لازمې همکارۍ او همغږي وکړي او خپلې مشخصې ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د کندهار د خصوصي سکټور استازو هم د دغه ډول ګډو ناستو پر دوام ټینګار وکړ او د خونې، کابل نړيوال هوايي ډګر، هوايي شرکتونو او سوداګرو ترمنځ یې د لا نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه، څو د دوی پر باور، د موجودو خنډونو په پېژندلو او له منځه وړلو سره د هوايي کارګو له لارې د صادراتو بهیر لا اسان او د افغانستان صادراتي ظرفیت پیاوړی شي.

-----------------

دیدار معاون امور ستراتیژیک اتاق تجارت و سرمایه‌ گذاری افغانستان با رئیس میدان هوایی بین‌المللی کابل و مسئولان شرکت‌های هوایی؛ برای بررسی مشکلات صادرکنندگان میوه خشک.

پنجشنبه، ۱۹ سنبله، ۱۴۰۵

محترم مجیب‌الرحمن شیرزاد معاون امور ستراتیژیک اتاق تجارت و سرمایه‌ گذاری افغانستان و محترم الحاج مسعود راحت عضو هیئت مدیره و معاون اتاق تجارت و سرمایه‌ گذاری کندهار، با رئیس میدان هوایی بین‌المللی کابل و مسئولان شرکت‌های هوایی دیدار و در مورد مشکلات و چالش‌های صادرکنندگان، به‌ ویژه صادرکنندگان میوه خشک ولایت کندهار گفتگو و تبادل نظر کردند.

در این دیدار حاجی نورالدین ایازی رئیس اتحادیه میوه خشک ولایت کندهار، حاجی بسم‌الله نوری عضو هیأت مدیره اتاق تجارت و سرمایه‌ گذاری ولایت کندهار، شماری از تاجران و صادرکنندگان میوه خشک و نمایندگان سکتور خصوصی نیز حضور داشتند.

در آغاز این نشست، نمایندگان سکتور خصوصی ولایت کندهار مشکلات و چالش‌های موجود در روند انتقال و صادرات محموله‌های تجارتی از طریق کارگوی هوایی را با مسئولان میدان هوایی و شرکت‌های هوایی در میان گذاشتند.

اشتراک‌ کنندگان بلند بودن فیس‌های خدمات کارگوی هوایی، محدودیت ظرفیت انتقال محموله‌های تجارتی از طریق کارگو، مشکلات موجود در سیستم نوبت‌دهی و تنظیم انتقال محموله‌ها و برخی چالش‌های مرتبط با روند ارائه خدمات را از جمله مشکلات عمده صادرکنندگان عنوان کردند.

محترم الحاج مسعود راحت عضو هیئت مدیره و معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، با تأکید بر اهمیت صادرات از طریق کارگوی هوایی گفت، که سرعت هزینه و ظرفیت انتقال محموله‌ها از عوامل مهم در رقابت‌ پذیری صادرات افغانستان به شمار می‌ رود و حل مشکلات موجود می‌تواند زمینه را برای افزایش صادرات، به‌ ویژه صادرات محصولات زراعتی و میوه خشک مساعد سازد.

وی افزود که صادرکنندگان میوه خشک ولایت کندهار نقش مهمی در توسعه صادرات افغانستان دارند و فراهم‌ سازی خدمات مناسب، کاهش هزینه‌های اضافی و ایجاد یک سیستم منظم و شفاف برای انتقال محموله‌های تجارتی می‌تواند در تقویت فعالیت‌های صادراتی و دسترسی محصولات افغانستان به بازارهای خارجی مؤثر واقع شود.

در ادامه، محترم مولوی عبدالهادی محمد رئیس میدان هوایی بین‌المللی کابل ضمن استماع مشکلات، پیشنهادات و نگرانی‌های تاجران و نمایندگان سکتور خصوصی ولایت کندهار در مورد اقدامات و سهولت‌های ایجادشده در زمینه خدمات میدان هوایی از جمله موضوع کاهش یا تخفیف برخی فیس‌های خدماتی توضیحات ارائه کرد.

رئیس میدان هوایی کابل ضمن تأکید بر همکاری با سکتور خصوصی، مشکلات مطرح‌ شده از سوی تاجران و صادرکنندگان را مورد توجه قرار داده و در زمینه بررسی و رسیدگی به موارد مطرح‌ شده، به مسئولان مربوطه هدایات لازم صادر کرد.

وی همچنین در مورد محدودیت ظرفیت فعلی شرکت‌های انتقال‌دهنده کارگوی هوایی توضیح داده و گفت، که کمبود ظرفیت شرکت‌های فعال در این بخش یکی از عوامل ایجاد مشکلات در انتقال محموله‌های تجارتی است.

رئیس میدان هوایی کابل افزود که شرکت کارگوی هوایی خراسان اخیراً مجوز قانونی فعالیت را دریافت کرده و قرار است در آینده نزدیک فعالیت خود را در زمینه انتقال کارگوی هوایی آغاز کند. به گفته وی، آغاز فعالیت این شرکت می‌تواند با افزایش ظرفیت انتقال محموله‌ها زمینه بهبود خدمات کارگوی هوایی و کاهش بخشی از مشکلات موجود را فراهم سازد.

در بخش دیگری از این دیدار، موضوع راه‌اندازی پروازهای مستقیم میان کندهار و امریتسر هند نیز مورد بحث قرار گرفت. رئیس میدان هوایی بین‌المللی کابل در این زمینه به اشتراک‌ کنندگان اطمینان داد که تلاش‌ها برای آغاز این پروازها ادامه دارد و راه‌اندازی مسیر مستقیم هوایی میان کندهار و امریتسر می‌تواند برای تاجران، صادرکنندگان و سایر فعالان اقتصادی ولایت کندهار از اهمیت ویژه برخوردار باشد.

اشتراک‌ کنندگان نیز تأکید کردند که ایجاد مسیرهای مستقیم هوایی، به‌ویژه برای انتقال محموله‌های صادراتی، می‌تواند در کاهش زمان و هزینه انتقال، تسریع روند صادرات و تقویت ارتباطات تجارتی افغانستان با بازارهای منطقه‌ای نقش مؤثر داشته باشد.

در پایان، مسئولان میدان هوایی کابل از تاجران و نمایندگان سکتور خصوصی خواستند تا در راستای حل مشکلات موجود همکاری و هماهنگی لازم را با مسئولان میدان هوایی و شرکت‌های هوایی داشته باشند و مشکلات مشخص خود را از مجاری مربوطه شریک سازند تا برای رسیدگی به آن‌ها اقدامات لازم صورت گیرد.

نمایندگان اتاق تجارت و سرمایه‌ گذاری افغانستان و سکتور خصوصی ولایت کندهار نیز بر تداوم چنین نشست‌های مشترک تأکید کرده و خواستار همکاری نزدیک میان اتاق، میدان هوایی کابل، شرکت‌های هوایی و جامعه تجارتی شدند تا با شناسایی و رفع موانع موجود، روند صادرات از طریق کارگوی هوایی تسهیل و ظرفیت صادراتی افغانستان تقویت گردد.

Address


Chaman E Huzuri, Next To Kabul Nendari
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00