Human Rights Watch & Media Organization

Human Rights Watch & Media Organization

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Human Rights Watch & Media Organization, Non-Governmental Organization (NGO), Khoshal Khan, Kabul.

HRWMO works in the social, development, and humanitarian sectors, highlighting the vital importance of protecting human rights and promoting sustainable development in Afghanistan.

12/08/2026

د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه؛ زموږ ګډ مسؤلیت
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره په دې باور ده چې ښځې او ماشومان د ټولنې له تر ټولو زیان‌منو قشرونو څخه دي او باید د هغوی د حقونو، کرامت، خوندیتوب او هوساینې لپاره ځانګړې پاملرنه وشي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو درناوی یوازې قانوني مکلفیت نه، بلکې د یوې سالمې، عادلانه او با ثباته ټولنې بنسټ دی. موږ د داسې چاپېریال غوښتنه کوو چې ښځې او ماشومان پکې له تبعیض، تاوتریخوالي او هر ډول حق‌ ضایع کېدو څخه خوندي وي او خپل اساسي حقونه په عزت او خوندیتوب سره ترلاسه کړي.
د بشري حقونو درناوی، د راتلونکي نسل درناوی دی.

10/08/2026

په سوله، ثبات، امنیت او د انساني کرامت په فضا کې ژوند کول د هر انسان له اساسي بشري حقونو څخه دي. هېڅ انسان باید د جګړې، تاوتریخوالي، وېرې او بې‌ثباتۍ په سیوري کې د خپل ژوند، عزت او راتلونکي په اړه اندېښمن نه وي.
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره د یوه مسوولیت‌پال مدني بنسټ په توګه، د سولې، ثبات، بشري کرامت، ټولنیز عدالت او د بشري حقونو د ارزښتونو ملاتړ ته ژمنه ده. موږ باور لرو چې د افغانستان د تلپاتې سولې بنسټ باید د افغانانو ترمنځ پر متقابل درناوي، تفاهم، زغم او د ټولو وګړو د مشروع حقونو پر درناوي ولاړ وي. موږ د داسې افغانستان هیله لرو چې هر ماشوم پکې د راتلونکي په اړه په ډاډ فکر وکړي، هره کورنۍ د امن احساس وکړي، هره ښځه او نارینه له خپل انساني کرامت برخمن وي او هر افغان وکولای شي په سوله او ثبات کې خپل ژوند او راتلونکی جوړ کړي.
سوله د یوه کس غوښتنه نه؛ د ټول ملت حق او ګډ مسئولیت دی.

09/08/2026

اسلام د انسان کرامت، ازادي، عدالت او د ژوند حق ته درناوی کوي. د بشر حق یوازې یوه نړیواله اصطلاح نه ده؛ د اسلام له نظره د انسان عزت او د هغه حقونه یو امانت دي. قرآن کریم انسان ته عزت ورکړی، او رسول الله ﷺ د عدالت، رحم او د ظلم د مخنیوي درس ورکړی.
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره په دې آند ده چې د بشر حق د ټولو لپاره خوندي دی، چې په هکله یې د قرآنکریم نصوص او د جناب رسول الله ص ښکاره احادیث او اقوال شتون لري نو راځئ داسې ټولنه جوړه کړو چې ایمان یې له عدالت، او انسانیت یې له کرامت سره مل وي.

30/07/2026

اسلام د انسان د کرامت، عدالت، رحم او مساواتو دین دی او د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره روښانه او هر اړخیز اصول لري. د هر انسان د ژوند، عزت، مال، تعلیم، عدالت او مشروع ازادیو ساتنه د اسلامي ارزښتونو اساسي برخه ده.
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره له حاکم نظام څخه په درناوي غوښتنه کوي چې د هېواد د ټولو اتباعو مشروع او اساسي حقونه، پرته له هر ډول تبعیض، د اسلامي شریعت، ملي ګټو او نافذه قوانینو په رڼا کې خوندي او تأمین کړي. د عدالت، قانون حاکمیت او د بشري کرامت درناوی د یوه باثباته، پرمختللي او هوسا افغانستان د جوړېدو بنسټیز شرط دی. موږ باور لرو چې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د ټولو وګړو د حقونو تأمین، د ملي یووالي، ټولنیز باور او دوامدار پرمختګ لامل ګرځي او د هېواد د سولې او ثبات لپاره اغېزمن ګام دی. بشري حقونه، عدالت او انساني کرامت د اسلامي ارزښتونو نه بېلېدونکې برخه ده.

29/07/2026

د هر انسان کرامت، ازادي او اساسي حقونه نړیوال ارزښتونه دي چې د نړیوالو بشري حقونو د اصولو له مخې باید له هر ډول تبعیض پرته خوندي او درناوی یې وشي.
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره باور لري چې د بشري حقونو درناوی، د قانون حاکمیت، عدالت او د ټولو وګړو مساوي چلند د تلپاتې سولې، ټولنیز ثبات او دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي. د بشري حقونو ساتنه یوازې یو قانوني مکلفیت نه، بلکې ګډ اخلاقي او انساني مسؤولیت هم دی.

26/07/2026

حقوق بشر، حقوقی ذاتی، غیرقابل سلب و جهان‌شمول است که هر انسان تنها به دلیل انسان بودن از آن برخوردار می‌شود. این حقوق وابسته به نژاد، جنسیت، زبان، دین، ملیت، عقیده یا هر وضعیت دیگری نیست. دولت‌ها و نهادهای مسئول مکلف‌اند به این حقوق احترام بگذارند، از آن حمایت کنند و شرایط لازم را برای تحقق و اجرای کامل آن فراهم سازند.
مؤسسه دیده‌بان حقوق بشر و رسانه‌ها بر این باور است که معیار تمدن و پیشرفت هر جامعه، میزان احترام آن به حقوق و کرامت انسانی است. جامعه‌ای که حقوق بنیادین همه انسان‌ها را به رسمیت بشناسد، از آن پاسداری کند و عدالت، برابری و حاکمیت قانون را سرلوحه خود قرار دهد، جامعه‌ای متمدن، توسعه‌یافته و برخوردار از صلح، همزیستی و ثبات پایدار خواهد بود.

16/07/2026

ماشومان د ټولنې راتلونکي مشران دي.
د هغوی سالمه روزنه، باکیفیته زده کړه او د حقونو ساتنه د یوې روښانه او پرمختللې ټولنې بنسټ جوړوي.
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره باور لري چې په افغاني ټولنه کې لا هم د ماشومانو حقونو ته هغه پاملرنه نه کېږي چې اړینه ده. له همدې امله، د کورنیو، ښوونځیو، ټولنیزو بنسټونو او ټولو مسؤلو لورو ګډ مسؤلیت دی چې د ماشومانو له حقونو څخه په کلکه دفاع وکړي او د هغوی د خوندي، باعزته او هیله بښونکي راتلونکي لپاره رغنده ګامونه پورته کړي. ماشومان زموږ د سبا هیله ده؛ راځئ نن یې حقونه خوندي کړو.

15/07/2026

سوکاله او خوندي ژوند د هر انسان بنسټیز حق دی.

د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره باور لري چې هر انسان، پرته له هر ډول توپیر، د امن، عزت او هوسا ژوند حق لري. هېڅوک حق نه لري چې د بل انسان امنیت، ژوند، کرامت او یا شتمنۍ له ګواښ سره مخ کړي او یا ورته هر ډول زیان ورسوي.

راځئ چې د قانون حاکمیت، متقابل درناوی او د بشري حقونو ساتنه خپله ګډه وجیبه وبولو، ځکه سوله، عدالت او امنیت د یوې سوکالې ټولنې بنسټونه دي.

13/07/2026

تغییر اقلیم؛ حق برخورداری از محیط زیست سالم، حق همه بشریت است.

دیده‌بان حقوق بشر و رسانه‌ها (HRWMO) باور دارد که تغییر اقلیم تنها یک چالش زیست‌محیطی نیست، بلکه یکی از بزرگ‌ترین مسائل حقوق بشری عصر حاضر است. هر انسان، بدون در نظر گرفتن ملیت، نژاد، دین، جنسیت یا موقعیت اجتماعی، حق دارد در محیطی سالم، امن و پایدار زندگی کند. حفاظت از محیط زیست و مقابله با تغییرات اقلیمی، بخشی جدایی‌ناپذیر از تحقق حقوق بشر است. پیامدهای تغییر اقلیم، از جمله افزایش دمای زمین، خشکسالی، سیلاب‌ها، کمبود آب، آلودگی هوا، کاهش امنیت غذایی و افزایش مهاجرت‌های اجباری، زندگی میلیون‌ها انسان را در سراسر جهان، به‌ویژه جوامع آسیب‌پذیر، با تهدید جدی روبه‌رو ساخته است. این وضعیت، حقوق بنیادینی همچون حق حیات، حق سلامت، حق دسترسی به آب، حق غذا، حق مسکن و حق توسعه را تحت تأثیر قرار می‌دهد.
دیده‌بان حقوق بشر و رسانه‌ها از تمامی دولت‌ها، سازمان ملل متحد، نهادهای بین‌المللی، مؤسسات ملی، جامعه مدنی، رسانه‌ها، دانشگاه‌ها، بخش خصوصی و همه سازمان‌هایی که در حوزه محیط زیست و تغییر اقلیم فعالیت می‌کنند، می‌خواهد که مسئولیت‌های خویش را با جدیت، شفافیت و تعهد کامل انجام دهند و برای کاهش اثرات تغییر اقلیم، سازگاری با پیامدهای آن و حمایت از حقوق جوامع آسیب‌پذیر، اقدامات عملی و مؤثر روی دست گیرند. ما به این باور هستیم که مقابله با تغییر اقلیم، مسئولیتی مشترک و جهانی است و تحقق عدالت اقلیمی بدون همکاری دولت‌ها، نهادهای بین‌المللی، جامعه مدنی و شهروندان امکان‌پذیر نخواهد بود.
پیام ما روشن است: حفاظت از اقلیم، حفاظت از حقوق بشر است؛ و حق برخورداری از محیط زیست سالم، حق مسلم و غیرقابل انکار همه انسان‌ها است.

05/07/2026

ښځه د اسلام په هنداره کې
اسلام ښځې ته عزت، کرامت او حقونه ورکړي دي. د ښځې وهل، سپکاوی او ظلم د اسلام له روحیې سره سمون نه لري. که په کورنۍ کې ستونزې پیدا شي، اسلام د خبرو، مشورې، زغم او روغې جوړې لار ښوولې ده، نه د تاوتریخوالي او زور. همدارنګه، د بدلې په نوم واده کول، چې د دوو کورنیو ترمنځ د نجونو تبادله وي، ډېری وخت د ښځو د حقونو د ضایع کېدو، کورنیو شخړو او ناوړه پایلو لامل ګرځي. اسلام نکاح د دواړو لورو د رضا، احترام او ښه چلند پر بنسټ غواړي، نه د جبر او معاملې په بڼه. راځئ د اسلام د رحمت، عدالت او مهربانۍ پیغام خپور کړو، ښځو ته درناوی وکړو او داسې کورنۍ جوړې کړو چې د مینې، متقابل احترام او تفاهم پر بنسټ ولاړې وي.
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره د ټولنې ټولو وګړو ته د عدالت غوښتنه کوي...

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Address


Khoshal Khan
Kabul
1001