MGC.AF
Every things that I want to share on my page will be meaningfully and beneficial for the society and our religion .
*زما_جنازه ......!*
مرحوم (عبدالله الجارالله) له خپل مرګ څخه څو ورځي مخکي ليکلې وه .... : تر
د مرګ په راتلو خفه نه يم.
او نه هم په دې خفه او باک کوم چي له مرګ وروسته به مي له جسد سره څه کېږي.
ځکه له مرګ وروسته به مي مسلمانان وروڼه لاندي چاري ترسره کړي:
- جامې به راڅخه وباسي.
- غسل به راکړي.
- کفن به راواغوندي.
- له کوره به مي وباسي.
- خپل نوي ځای (قبر) ته به مي یوسي.
- ډېری خلک به خپل کارونه او ژمني پرېږدي او زما جنازې ته به راشي.
- خو ډېری خلک به زما د ننۍ ورځي نصيحت په هکله هيڅ فکر هم نه کوي.
زما د کور شيان لکه:
- ليکني.
- کتابونه.
- بکسونه.
- بوټونه.
- کېلاني.
- جامې.
- او نور...
به زما څخه پاته شي، که چېري زما د کورنۍ خلکو (له ماسره ښه کول) نو دا به خيرات کړي، تر څو ماته ګټه راورسوي.
په ټينګار (سره وايم)!
- چي نړۍ به زما پر مرګ هيڅ غمجنه نه شي.
- (ځکه هره ورځ زما په شان ډېر خلک له دې فاني نړۍ څخه د ابدۍ نړۍ په لور کوچېږي).
- نه به هم زما په مرګ سره د نړۍ کوم کار و بار ودرېږي، بلکه د خلکو اقتصادي چاري به همداسي رواني وي.
- او زما په کارځای کي به زما پر ځای بل کس پر دنده وګمارل شي.
- شتمني به مي وارثانو ته حلاله شي، خو د لږ او ډېر (وړې او ذرې) حساب به ئې زما سره کېږي.
او هغه لومړنی شي چي زه ئې د مرګ پر وخت له لاسه ورکوم، هغه زما نوم دی، نو کله چي زه مړ شم، بيا په نامه نه راته ويل کېږي، بلکه راته وبه ويل شي، چي (مړی او جسد).
او کله چي د جنازې لمونځ راباندي اداکېږي، نو وبه ويل شي چي جنازه راوړئ!
نو له دې وجهي زه بايد په خپل نسب، قبيلې، منصب او شهرت سره دوکه نه شم.
پس ای هغه انسانه چي اوس ژوندی ئې!
په دې پوه شه چي ستا پر مرګ به درې ډوله خلک غمجن شي.
لومړی: هغه خلک چي تا سطحي پېژني او وبه وائي(دا خوار هم مړ شو).
دوهم: ستا ملګري چي پر تا به څو ساعته يا هم څو ورځي غمجن شي، خو وروسته به بېرته خپلو کارونو، خبرو، مجلسونو او خنداګانو ته ور وګرځي.
دريم: ستا کورنۍ ده، چي دوی به ژور غمجن شي، چي يوه دوې اونۍ، يوه يا دوې مياشتي به غمجن شي، وروسته له دې به ستا ياد د خاطراتو په ارشيف ته وسپاري.
ستا له مرګ وروسته، د خلکو ترمنځ ستا کيسه تر همدغه ځايه پوري وه او خلاص.
اوس دي حقيقي او د اخرت کيسه پيل کېږي:
هغه داسي، چي ستا له مرګ وروسته به دغه لاندي شيان له تا څخه بېل شي:
- ښکلا.
- شتمني.
- روغتيا (صحت).
- مېرمن او بچيان.
- کورنۍ او دوستان.
- ملګري او همکاران.
- کورونه او ماڼۍ.
- ستا له عمل پرته به بل هيڅ شی هم درته پاته نه شي او له دې وروسته به دي حقيقي ژوند پيل شي.
اوس دلته پوښتنه داده چي تا دغسي ورځي لپاره څه تياری کړی دی..؟
دا هغه پوښتنه ده چي بايد غور باندي وشي.
نو ځکه ته بايد پر دې حريص شي چي:
- فرائض.
- نوافل.
- په پټه صدقه ورکول.
- د شپې لمونځ کول.
- غوره اخلاق.
- ديني تعليم او تعلم.
- له قران سره تعلق.
- له مسجد، د جماعت له لمانځه او نېکانو خلکو سره مينه ساتل.
- د الله ذکر کول.
بايد خپل او ترسره کړې.
ښايي دا کارونه ستا (د قبر او اخرت له سختيو او عذابونو څخه) د نجات سبب شي.
ای ژوندی انسانه تاته وايم!
که له دې مقالې لوستلو وروسته تا د قبر او اخرت لپاره تياری ونيوی، نو کېدلای شي، د الله په فضل سره دا کار ستا د نجات او برياليتوب سبب وګرځي او د اخرت په ورځ ستا د نېکۍ پله درنه کړي.
کاپي
بس🙏
دومره احتياط کوې
چې څوک🤔
ستاسې په وجه اللهﷻ ته په ژړا نه شې!!👉
دکاميابي او موفقيت لومړني لار دسهار لمونځ ادا کول دي
الله دي زمونږ اوستاسي لمونځونه دالله په دربار کي قبول کړي
. ❤۔ـــ﷽ــــ❤
مبارکه شپه ده ﺩروﺩ شریف په سترلارښود حضرت🌹محمد🥀ﷺصَلَّﷺوَسلَّمْﷺ
رسول الله ﷺ فرمایي
د کوم کور دروازې چې د خپلوانو پر مخ بندې وي
او په کوم کور کې چې د شپې ناوخته ویده کېدل او سهار ناوخته پورته کېدل عادت وي
هغه کور کي د رزق تنګي او بې برکتي وي
(رواه مسلم۶۵۷۴)
علي (رض) فرمايي
دري شيان ژوند تريخوي
کينه حسد او بداحلاقي
په جمله ده " لاحول و لاقوة الا بالله " کي څومره قوت أو طاقت دی، لاندي روايت وګورئ:
حضرت عوف بن مالک أشجعي رضي الله عنه وه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی أو ورته ويي ويل چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم زما ځوی ستا سره و غزا ته تللی وو خو تر أوسه ندی راغلی څه وکړم؟.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : ياعوف أکثر أنت و زوجک من قول لاحول ولاقوة الابالله· ته أو خپل ميرمن دا جمله ډيره واياست، لاحول ولاقوة الابالله .
(روى الطبراني في "الدعاء" رقمــ1672) .
حضرت عوف رضي الله عنه و خپل کور ته راغی میرمنې يې ورته وويل چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم څه درکړه أو څه يې درته وويل : ده ورته وويل : هغه ما و تا دواړو ته دا وصيت وکړ چي لاحول ولاقوة الا بالله ډيره واياست.
ميرمني يې ورته وويل : لقد صدق رسول الله صلی الله عليه وسلم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ريښتونی ارشاد درته فرمايلی، بيا سره کښيناسته أو د الله جل جلاله ذکر يې په جمله د لاحول ولاقوة الابالله کي کاوه تر څو شپه سوه أو ناوخته شو، دوی په همدغه حالت کي وه چي د کور دروازه ور و ټکول شوه، کله چي عوف رضي الله عنه د دروازې و خوا ته ورغی چي ګورې هغه ورک ځوی يې و دروازې ته ولاړ دی، أو ډير پسونه هم ورسره دي چي د کفارو څخه يې غنيمت کړي دي، پلار يې ورته وويل چي ځويه دا څه دي ؟ قصه راته وکه، ځوی يې ورته وويل چي کفارو و نيولم أو أولچک أو زولنې يې را واچولې أو را باندي ټینګې يې کړلې، کله چي شپه سوه قصد د تيښتې مي وکړ مګر په وس مي نه وه پوره ځکه چي زولنې ډيري تنګې أو ټينګې تړل شوي وي، مګر نا څاپه مي احساس د زولنو د فراخيدو وکړ أو ورو ورو پراخه کيدلې تر څو چي خپل لاسونه أو پښې مي له زولنو څخه و ايستلې را روان سوم أو دغه د کفارو پسونه مي هم راوستل.
حضرت عوف رضی الله عنه ورته وويل: أی ځویکیه له کوم ځايه چي ته را روان شوی يې بيا تر دي ځايه پوري ډيره أوږده مسافه أو لاره ده، تا څنګه و کولای شول چي په يوه شپه کي دا أوږده لاره پري کړي، ځوی يې ورته وويل أی پلاره په الله جل جلاله قسم کوم څنګه چي د زولنو څخه خلاص سوم داسي احساس مي کاوه لکه ملائکو چي په خپلو وزَرُو کي أخيستی يم.
کله چي سهار شو حضرت عوف رضي الله عنه اراده وکړه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر کړي مګر مخکي له دي چي حضرت عوف رضي الله عنه و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : أبشر يا عوف ، فقد أنزل الله في شأنك قرآنًا: (وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) .
ای عوفه زيری قبول که، الله رب العزت ستا په هکله دا أياتونه را نازل کړل، څوک چي د الله جل جلاله څخه و ويريږي الله جل جلاله به ورته د خلاصون لاره پيدا کړي، أو له هغه جهته به رزق ورته مقرر کړي چي ده يې تصور نه کاوه، أو کوم څوک چي پر الله جل جلاله توکل وکړي هغه يې بس ده، په تحقيق سره الله جل جلاله د خپل أمر تام کونکی ده أو هغه د هر څه لپاره خپل اندازه مقرره کړې ده).
ويل کيږي چي "لاحول ولاقوة الابالله " د ۹۹ أمراضو لپاره دواء ده چي تر ټولو کوچنی مرض يې پريشاني ده..
اوکه مو درسره شير کړ نو ان شاءالله اجرونه پکی شته!
غربت څه ته وايی
۱ - غربت دې ته وايی چی مبايل درسره ايفون ۱۳ وی خو په خوله کی دې دوه دری غاښونه رژيدلی وی
۲- غربت دي ته وايی چی ۱۰۰۰ دانی فکاهيانی دې زده وی خو د هيواد په تاريخ نه پوهيږی
۳- غربت دې ته وايی چی څوک درڅخه پوښتنه وکړی چی دې مياشت کی دې څو جلده کتابونه لوستی او جواب دې هيڅ وی
۴- غربت دې ته وايی چی خپلی لاری کوڅی دې د کثافاتو ډکی وی خو د امريکا او اروپا د پارکونو صفتونه کوي
۵ - غربت دې ته وايی چی ګرځی په څو زره ډالريز موټر کی خو د ښاريانو په حقوقو او د ترافيکو په قانون نه پوهيږی
٦ - غربت دې ته وايی چی خبری د ازادۍ کوي خو د وطنوالو حق دې د خاورو لاندی کړی وی
۷ - غربت دې ته وايی چی واده لری خو پردۍ خور لور درنه په لار نشی تيريدلي
۸ - غربت دې ته وايی چی انسان يی خو انسانيت ته ارزش نه ورکوی
راځۍ چی د ټولو خرافاتو څخه پاک او په حقيقی او انسانی توګه ژوند غوره کړو.
کاپي
.ـــــــــــــــــــ🌸
،
*په استغفار ویلو سره*
*غـمونه ليري ڪېږي!*
*ګناهونه بخښل ڪېږي!*
*او رزق زیاتـېږي!☑️*
*أَسْتَغْفِرُ اللّٰه*
*أَسْتَغْفِرُ اللّٰه*
*أَسْتَغْفِرُ اللّٰه*
الله ﷻ موسی عليه السلام ته وفرمایل:
اې موسی! ما شپږ (۶) شيان په شپږو (۶) ځایونو کې ایښي دي، خو خلک یې په غلطو ځاېونو کې لټوي، چې دوي به یې هیڅکله پیدا نکړي او نه به یې ترلاسه کړي.
۱- راحتي او هوساېنه مطلق په آخِرت کې ایښې ده، خو خلک یې په دنېا کې لټوي.
۲- عزت او شرافت په عبادت کې ایښي دي، مګر خلک یې په لوی مقام کې لټوي.
۳- بې نیازي په قناعت کې ایښې ده، مګر خلک یې په مال او شتمني کې لټوي.
۴- لوړ مقام مې په عاجزۍ کې ایښی دی، مګر خلک یې په تکبر او ځان برترۍ کې لټوي.
۵- د علم لټون او طلب مې په لوږه او کوښښ کې ایښېي دي، مګر خلک یې په ماړه نس لټوي.
۶- د دُعا قبلېدل مې په حلال رزق کې ایښي دی، مګر خلک یې په جادو او سِحر کې لټوي.
کاپي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Kabul