SALAM University
Salam University is one of the leading private universities in Kabul, Afghanistan. This is the only official page of Salam University.
Salam University was established in 2009 by a group of purposeful Muslim professors who have taught at different reputable universities in Afghanistan and abroad, as a higher education institution. It obtained the national accreditation from Ministry of Higher Education in 2013 and was given the status of university for its quality education. Salam University offers degree programs in Engineering, Computer & Information Technology, Economics & Business Administration, Law & Political Science and Shari & law. Salam University also offers graduate program in Engineering and Sharia and Law.
25/09/2026
23/09/2026
د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت د سلام پوهنتون محصلینو ته روغتیايي پوهاوی
د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت، د امیري طبي کمپلکس له لوري د سلام پوهنتون محصلینو ته د زړه د روغتیا، د زړه حملې د نښو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امیري طبي کمپلکس با تجربه ډاکټرانو د زړه حملې پر مهال د لومړنیو مرستو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل او له یوه زړه حمله شوي کس سره د لومړنیو مرستو عملي تمثیل هم ګډونوالو ته وښودل شو.
دغه عملي او معلوماتي پروګرام د محصلینو له تود هرکلي سره مخ شو. د پروګرام په پای کې د امیري طبي کمپلکس له لوري سلام پوهنتون ته د لومړنیو مرستو بکس هم د ډالۍ په توګه ورکړل شو او له سلام پوهنتون سره یې د لا زیاتې همکارۍ او ګډ کار هیله مندي و ښوده.
سلام پوهنتون د امیري طبي کمپلکس له همکارۍ او د دې ارزښتناک روغتیايي پروګرام له جوړولو څخه مننه او قدرداني کوي.
22/09/2026
قرار است، مسابقۀ مقاله نویسی خزانی محصلان پوهنتون سلام، ، تحت عنوان: «نقش هوش مصنوعی در آموزش و تحقیق؛ فرصت بزرگ یا چالش تباهکن؟» برای سال جاری دائر گردد.
موضوعات پیشنهادی مسابقه:
هوش مصنوعی و آینده آموزش
هوش مصنوعی و تحقیقات علمی
روش های تعامل محتاط با هوش مصنوعی
عرصه های ممنوعه در استفاده از هوش مصنوعی
هوش مصنوعی و تفکر انتقادی دانشجویان
اثرهوش مصنوعی، بر روشهای تدریس و یادگیری
هوش مصنوعی و دسترسی به منابع علمی
پابندی به اخلاق تحقیق، در استفاده ازهوش مصنوعی
هوش مصنوعی و داده های نادرست
علاوه برینها، هر محصل می تواند مطابق مطالعه و ذوق خودش، موضوع دیگری را انتخاب کند. مقالاتی که زیر نظر اساتید پوهنحی مربوطه نوشته می شود، دارای ارجحیت بیشتر می باشد.
جوائز مسابقه:
جوائز مسابقه از مقام اول الی سوم، به ترتیب 5 هزار، 3 هزار و 2 هزار افغانی بوده، تمام مقالاتی که بعد از داوری، مورد قبول واقع شوند، در مجلۀ تحقیقی محصلان سلام(ابتکار)، به نشر خواهند رسید.
حجم مقاله باید 2000 تا 3500 کلمه بوده، شامل: چکیده، مقدمه، متن، یافته ها، پیشنهادات و منابع، باشد.
مقالات نوشته شده، الی تاریخ 30 عقرب 1405ه ش، به دفتر مجلۀ ابتکار(بلاک اول، منزل چهارم عمارت پوهنتون سلام) به شکل هارد تسلیم داده شود، و کاپی سافت آن به فارمت ورد و پی دی اف، به
ایمیل: [email protected] یا [email protected]، فرستاده شود.
برای معلومات بیشتر، به تلیفون های: 0748336070 و 0785242310 تماس بگیرید
22/09/2026
برگزاری سومین نشست ورکشاپ روش تحقیق و مهارتهای نگارش مقاله علمی
سومین نشست ورکشاپ «روش تحقیق و مهارتهای نگارش مقاله علمی در علوم اجتماعی؛ از انتخاب موضوع تا تدوین مقاله» روز یکشنبه، ۲۹ سنبله ۱۴۰۵، در تالار کنفرانس های پوهنتون سلام برگزار شد.
موضوع این نشست «مراحل نگارش بحث و طراحی چارچوب تحقیق» که با ارائه دکتور محمد اکبر زاهد، رئیس پوهنتون سلام، برگزار گردید.
در این نشست، بیشتر بر کار عملی، روی، منبعنویسی و رفرنسدهی تمرکز صورت گرفت و اشتراککنندگان، بهصورت عملی شیوه استفاده از منابع، درج رفرنسها و تنظیم منابع علمی را تمرین کردند.
این برنامه با حضور استادان پوهنحیهای شرعیات، اقتصاد، حقوق و علوم سیاسی و سایر علاقهمندان حوزه تحقیق و نگارش علمی برگزار شد. قرار است آخرین نشست این سلسله، روز یکشنبه آینده، 4 میزان ، با حضور استاد ابوبکر مدقق، تحت عنوان "پروسیجر و شرائط نشر مقالات علمی در مجلۀ علمی بین المللی سلام"، اختتام یابد.
20/09/2026
په علمي پرمختګ کې د مسلمانانو ونډه
جراحي او د هغې وسایل
د اسلامي تمدن په زرین پېر کې مسلمانانو د طب او جراحۍ په پرمختګ کې ستره ونډه واخیسته. د لسمې میلادي پېړۍ نامتو مسلمان طبیب ابوالقاسم الزهراوي د جراحۍ په برخه کې داسې علمي خدمتونه ترسره کړل چې اغېزې یې تر اوږدې مودې پورې په اسلامي نړۍ او اروپا کې پاتې شوې.
الزهراوي خپل مشهور اثر (التصریف لمن عجز عن التألیف) ولیکه. دا کتاب شاوخوا ۱۵۰۰ مخونه لري او د طب بېلابېلې برخې، په ځانګړي ډول جراحي، د هغې طریقې او اړوند وسایل په تفصیل سره پکې څېړل شوي دي. نوموړي په دې اثر کې د جراحۍ ګڼ وسایل رسم کړي، د هغو د کارونې طریقې یې تشریح کړې او د جراحي عملیاتو لپاره یې عملي لارښوونې وړاندې کړې دي.
د الزهراوي علمي اثر د اوږدې مودې لپاره په اروپا کې د طب او جراحۍ له مهمو درسي او مرجع کتابونو څخه و. هغه د جراحۍ د علم په منظمولو، د جراحي وسایلو په پرمختګ او د عملیاتو د طریقو په تشریح کې مهم رول ولوباوه؛ له همدې امله د جراحۍ د علم له مخکښو بنسټګرانو څخه ګڼل کېږي.
د الزهراوي میراث څرګندوي چې مسلمان پوهانو یوازې علمي نظریې نه وړاندې کولې، بلکې د انسان د روغتیا او ژوند د ژغورنې لپاره یې عملي لارې چارې هم رامنځته کولې. د هغه څېړنې د جراحۍ د راتلونکو پرمختګونو لپاره مهم بنسټ وګرځېد.
15/09/2026
د سلام پوهنتون د ۱۴۰۵ لمريز کال د خزاني سمستر نويو شامل شوو محصلانو لپاره د ښه راغلاست محفل ونيول شو .
د سلام پوهنتون د لومړي سمستر د نویو شامل شوو محصلانو د ښه راغلاست په موخه دوه جلا محفلونه، سهار او ماښام، ترسره شول. په دغو محفلونو کې نویو محصلانو ته د پوهنتون د علمي او اداري چاپېریال، د زدهکړو د ارزښت او د پوهنتون د اصولو او مقرراتو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
د دواړو پروګرامونو پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو چې د پوهنتون یوه تن محصل ترسره کړ. ورپسې د محصلانو چارو مرستیال دوکتور شکر الله مخلص د علم د اهمیت په اړه وینا وکړه، نویو محصلانو ته یې د پوهنتون د کورنۍ د غړیتوب له امله مبارکي او ښه راغلاست ووایه او همدارنګه یې د پوهنتون د اصولو، مقرراتو او محصلانو د مسؤلیتونو په اړه لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
د سهار په پروګرام کې د سلام پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد استاد ذبیحالله وهاب د پوهنتون د جوړښت، علمي چاپېریال، پوهنځیو او شته زدهکړیزو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي نویو محصلانو ته د زدهکړو په بهیر کې د جدي هڅې، مطالعې او له علمي فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې سپارښتنه وکړه.
همدارنګه، د ماښام په پروګرام کې د حقوقو او علومو سیاسي پوهنځي رئیس دکتور اسماعیل عمار د سلام پوهنتون د علمي او اداري جوړښت، پوهنځیو او زدهکړیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزه پېژندنه وړاندې کړه او نویو محصلانو ته یې د بریالۍ تحصیلي دورې لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
دواړه پروګرامونه د شرعیاتو پوهنځي رئیس استاد عبدالملک ثاقب په دعاء سره پای ته ورسېدل.
د یادو محفلونو موخه نویو محصلانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د پوهنتون له علمي او اداري چاپېریال سره د هغوی لا ښه اشنا کول، د علم او زدهکړې ارزښت روښانه کول او د تحصیلي دورې له پیله د پوهنتون له اصولو او مقرراتو سره د هغوی بلدتیا وه.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Gul Surkh Square, Kolola Pushta
Kabul
1001
Opening Hours
| Monday | 08:00 - 20:00 |
| Tuesday | 08:00 - 20:00 |
| Wednesday | 08:00 - 20:00 |
| Thursday | 08:00 - 20:00 |
| Saturday | 08:00 - 20:00 |
| Sunday | 08:00 - 20:00 |