Wahdat Wahdat

Wahdat Wahdat

Share

هیلې لوړې دي که ژوند باقي وو ان شاءالله رسیږم به

02/09/2026

خدای (ج) دې رحم وکړي کابل کې د زلزلې سخت ټکان وو
06:27 AM

01/09/2026

سهار مو نیکمرغه
ماشاءالله څومره ښایسته تصویر دی په لیدو ارزي
کابل جان د ابادی په لور

27/08/2026

#ننګرهار بهسود پل
د وطن د ابادی په هیله
څومره ښایسته ښکاري

26/08/2026

ښه خبر

د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې شل آوریزې سیالۍ به په هېواد دننه له آریانا ټلویزیون څخه په ژوندۍ او انحصاري بڼه خپرې شي

24/08/2026

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هند ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې چې تېز توپ‌اچوونکی نوین‌الحق یې هم برخه دی.

د اعلان شوي نوملړ له مخې، رحمان‌الله ګربز، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، نور رحمن، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، مجیب‌الرحمن، نور احمد، فضل‌الحق فاروقي، نوین‌الحق او عبدالله احمدزی په لوبډله کې شامل دي.

دغه راز شاهدالله کمال، فرید احمد ملک او اعجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ دغه لوبلړۍ د سپټمبر په ۱۳مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې دوام وکړي.

23/08/2026

#کابل جان د ابادی په لور

19/08/2026

نن (چهارشنبه) د زمري ۲۸مه له انګریزانو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۷مه کلیزې سره برابره ده.

د وخت شاه، غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګریزانو د ښکېلاک له پاېته رسولو سره سم دغه ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په نوم ونوموله او له تېرو څه باندې سلو کلونو راهیسې دغه ورځ هر کال په پرتمینه بڼه په هېواد کې د ننه او بهر د افغانانو له لوري نمانځل کیږي

17/08/2026

په ښکلي خوست کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بدر په نوم یو نوی روغتون پرانیستل شو
داسې ښکلي خبرونه دې لا ډېر شي

15/08/2026

ټیکسلا بای پاس کې د ټیک‌ټاک مشهوره انجلۍ وژل شوې

د ټیک‌ټاک مشهوره آنجلۍ ګیلامنه چې ۲۸ کلنه وه، د پاکستان د ټیکسلا بای پاس ته نږدې د موټرسایکل سپاره یوه مشکوک کس په ډزو ووژل شوه،په پېښه کې د هغې ۱۲ کلنه خور اسمیا هم ټپي شوې او د درملنې لپاره د اسلام‌اباد پمز روغتون ته لېږدول شوې ده.

پولیسو ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې دواړه راولپنډۍ ته روانې وې
Muhammad Safi

12/08/2026

افغان اتلانو ایرلنډ ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

افغان اتلانو د یوې خورا غوره او په زړه پورې توپ اچونې په پایله کې له خپل هدف څخه په بریالیتوب دفاع وکړه او ایرلنډ ته یې په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۳-۰ بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه یمین خان احمدزي ۴، راشد خان ۳، عظمت الله عمرزي او غضنفر یوه ویکټ ترلاسه کړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې اړینه ونډه ترسره کړه.

د ایرلنډ پر وړاندې لوبلړۍ کې دې د افغان اتلانو بریا ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبدله
------
𝐀𝐅𝐆𝐇𝐀𝐍𝐈𝐒𝐓𝐀𝐍 𝐆𝐎 𝟑-𝟎 𝐔𝐏!🙌
Afghanistan Cricket Board

Category

Website

Address


Khost