PTM Calgary Committee / د پښتون ژغورنې غورځنګ د کلګري څانګه

PTM Calgary Committee / د پښتون ژغورنې غورځنګ د کلګري څانګه

Share

د مظلوم ولس غږ

Photos from ‎PTM Calgary Committee / د پښتون ژغورنې غورځنګ د کلګري څانګه‎'s post 08/29/2026

په کالګري کې د افغانانو په خپل نوښت د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې ولسي او کلتوري لمانځنه
د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۷مه، د کاناډا هیواد دالبرټا ایالت په کالګري ښار کې د افغانستان د استقلال ۱۰۷مه کلیزه د یوې شانداره او رنګینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. دا غونډه د کومې رسمي ټولنې یا بهرني تنظیم له لوري نه، بلکې په بشپړ ډول د با احساسه او وطندوسته افغاني خویندو او وروڼو په ګډو هڅو او ولسي نوښت د کالګري ښار په جینیسس سنټر (Genesis Centre) کې جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت او د افغانستان د ملي سرود په اورولو سره پیل شوه،
غونډې په بشپړ ډول ولسي بڼه درلوده او د کوم دولتي یا رسمي چارواکي له حضور پرته، یوازې د عامو، کلتوري او علمي افغانانو په مټ پرمخ یوړل شوه.
ویناوالو په خپلو کلامونو کې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ پر تاریخي ارزښت او د غازي امان الله خان پر هڅو رڼا واچوله او
په بهر کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د کلتوري او ملي یووالي د ساتلو غوښتنه وکړه

د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو استازو، کورنیو او ځوانانو په خورا مینه په دغه پرتمینه غونډه کې برخه اخیستې وه.
د غونډې فضا د ملي یووالي په رنګونو سمبال وه، په ځانګړي ډول، په کاناډا کې مېشتو افغان اهل هنود ورونو او خویندو ګډون د غونډې ښکلا لا زیاته کړه او دا پیغام یې یو ځل بیا روښانه کړ چې:

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ زموږ وینه، تاریخ، کلتور او وطن موږ سره یو کوي

د کلتوري توکو او افغاني جامو نندارتوند:
غونډې په څنډه کې، یو شمېر افغان خویندو د هېواد د بډایه کلتور د معرفي کولو او د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د افغاني لاسي صنایعو، دودیزو توکو او ښکلو کاليانو (جامو) نندارتون او بازار هم جوړ کړی و.

ګډونوالو وکولای شول چې دغه کلتوري توکي له نږدې وګوري او د مېرمنو د لاسي صنایعو د ملاتړ په موخه یې وپېري.

پایله
دې غونډې دا ثابته کړه چې د وطن مینه او د خپلواکۍ د ارزښتونو لمانځنه د کوم ځانګړي چوکاټ یا رسمي ادرس پورې تړلې نه ده، بلکې د هر افغان په زړه کې ژوندۍ ده.
غونډه د غازيانو او د ازادۍ د لارې د شهیدانو روح ته په دعا، او د ټولو افغانانو ترمنځ د تلپاتې سولې او یووالي په هیلو پای ته ورسېده.

08/20/2026

د تورنټو ټولو میشتو هیوادوالو څخه په درنښت هيله کیږي چې په ذکر شوي نیټه په غونډه کې ګډون وکړي.

08/18/2026

درنو د ټورنټو میشت افغانانو پدې پرتمینه غونډه کې ګډون وکړئ.

پښتون ژغورنې غورځنګ (P T M) کاناډا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په ویاړ، د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۱مه، د جمعې په ورځ، د مازدیګر په پنځه بجې ( 5:00pm)، د ټورنټو ښار په ټورنکلیف پارک کې یوه پرتمینه غونډه جوړه وي.
له تاسو ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کوو چې په دې مهمې ملي غونډه کې له موږ سره په افغاني ننګ او هوډ ګډون وکړئ.

ستاسو ګډون به زموږ د ملي یووالي او خپلواکۍ پیغام لا پیاوړی کړي.

په درنښت
پښتون ژغورنې غورځنګ
کاناډا

نېټه: د جمعې ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۱مه
وخت: د مازدیګر ۵:۰۰ بجې
ځای: ای ، ټی سیټن پارک ، ټورنکلیف ټورنټو

73 Thorncliffe Park Dr, East York, ON M4H 1L4, Canada

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Calgary?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Calgary, AB

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PTM Calgary Committee / د پښتون ژغورنې غورځنګ د کلګري څانګه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Subscribe

We will notify you when anything happens in Calgary.