Pashto Daily
تازه بې طرفه خبرونه او نړیوال معلومات ، لدی صفحې وڅارئ
Pashto Daily News
Content creator
10/10/2026
تازه
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، له اوسني حکومت سره له خبرو کولو پښېمانه نه ده، خو د افغانستان له پرېښودو هره لحظه د پښېمانۍ احساس کوي.
هغې ویلي که په هېواد کې پاتې شوې وای، ښايي زنداني شوې وای؛ خو کله کله فکر کوي چې زنداني کېدل یې کولی شوای د افغان ښځو کړاو ته ډېر پام راواړوي.
کوفي په یوه تازه مرکه کې پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې لویدیځو هېوادونو د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه په خپلو ژمنو عمل ونه کړ.
10/10/2026
تازه
د راپورونو پر بنسټ، د کندهار ولایت د شوراندام په سیمه کې د سمنټو یوه فابریکه د لومړي فاز په پیل سره په دغه ولایت کې د سمنټو تولید پیل کړی دی.
په راپورونو کې راغلي چې دا پروژه د شاوخوا ۱۱۳ میلیون ډالرو په پانګونې سره په درېو پړاوونو کې پلي کېږي او تر بشپړېدو وروسته به یې د ورځني تولید ظرفیت شاوخوا ۵ زره ټنه سمنټو ته ورسېږي.
تمه کېږي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سمنټو په وارداتو د افغانستان تکیه راکمه شي، د کار نوي فرصتونه رامنځته شي او د هېواد کورني تولیدات پیاوړي شي.
09/10/2026
تازه
د قرغیزستان ولسمشر سادیر جباروف د افغا.نستان له خلکو څخه د سیمهییزو هېوادونو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانانو سره مرسته بنسټیز ارزښت لري.
نوموړي د منځنۍ اسیا هېوادونو او اذربایجان د مشرانو په مشورتي غونډه کې ویلي، باثباته او سولهییز افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو ګډې ګټې تضمینوي؛ نو سیمهییز هېوادونه باید له افغا.نستان څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
جباروف همداراز د تر/هـ.ګرۍ، جر.مونو او نشهيي توکو د قاچا.ق پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې امنیتي همکارۍ پیاوړتیا مهمه بللې ده.
09/10/2026
تازه
د ایـ ـرا/ن د مجلس د یوه کمیسیون ريیس وایي، چې ایـ ـران او ا.ا د چابهار بندر کې افغانستان ته د ۱۱۰ هکتارو څخه د زیاتې ځمکې د ځانګړې کولو په سر لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.
09/10/2026
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په شپږمه کمېټه کې ادعا کړې، چې پاکستان د افغانستان له خاورې د هند له لوري د تمویل شویو وسله،/والو ډلو له دوامداره بریدو/نو سره مخ دی.
هغه ادعا کړې چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه ترسره کوي او د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
پاکستان له وړاندې هم د افغانستان پر خاوره د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه ورته ادعاوې کړې دي، خو د افغانستان چارواکو په بېلابېلو مواردو کې دغه ډول تورونه رد کړي دي.
08/10/2026
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي:
چې په نړۍ کې د څو جګـ ـړو د پای ته رسولو په برخه کې د خپل رول له امله د سولې د نوبل جایزې وړ دی؛ خو سره له دې، هغه د نوبل کمېټې له لوري د خپل انتخابېدو په اړه شک ښودلی دی.
08/10/2026
تازه
په ټولنیزو شبکو کې د فاطمې یوسف،
د پاکـ ـستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي محمد یوسف د لور په اړه راپورونه خپاره شوي چې ادعا کېږي هغې توانېدلې په ۱۸ میاشتو کې قران کریم په بشپړه توګه حفظ کړي.
د دې راپورونو پر بنسټ، فاطمې د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ، د ښځو په یوه ځانګړې دیني مدرسه کې هم د قران کریم په زده کړه او حفظ بوخته وه او د میاشتو هڅو او دوام وروسته، د قران د حفظ په بشپړولو بریالۍ شوې ده.
08/10/2026
تازه
په کابل کې به ډېر ژر د یوه پانګوال له لوري د لایټرونو د تولید یوه نوې فابریکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
07/10/2026
تازه
خلیلزاد: پاکستان د خطرناکې او ناڅاپي ټولنیزې چاو/دنې له ګو.اښ سره مخ دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د روان وضعیت په اړه د شنونکي شاهد ستار تحلیل اندېښمنوونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد د پرلهپسې او سیستماتیکو ستونزو له امله د یوې ناڅاپي او جدي ټولنیزې چاو/دنې له خطر سره مخ دی.
خلیلزاد د شاهد ستار د تحلیل په اړه په څرګندونو کې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د دولت او ولس ترمنځ ټولنیز تړون کمزوری شوی، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، د واکمنو او لوړپوړو چارواکو ترمنځ د امتیازاتو واټن له عام ولس سره مخ پر پراخېدو دی.
07/10/2026
تازه
شمالي کـ ـوریا د چهارشنبې په ورځ د تایوان لپاره د امریکا د وسـ/ ـلو د پلور او نظا.مي ملاتړ په کلکه نیوکه وکړه او واشنګټن یې د تایوان په تنګي کې پر تـ ـاوتریخوالي په لمن وهلو تورن کړ.
د شمالي کـ ـوریا رسمي خبري اژانس د نړیوالو چارو د شنونکي کیم میونګ چول له قوله په یوه تفسیر کې د تایوان په اړه د امریکا سیاست د سیمې د سولې او ثبات د کمزوري کولو عامل وباله.
په دې تفسیر کې تایوان ته د امریکا لخوا د پلورل شویو F-16 جنـ ـګي الوتکو ورننوتل وغندل شول او خبرداری ورکړل شو چې واشنګټن باید دوه ځله فکر وکړي چې آیا د تایوان د امنیت لپاره د چین د خلق جمهوریت له ځواکمن ملي قدرت سره د مستقیمې مقابلې لپاره چمتو دی او که نه. په ښکاره خبرداري کې راغلي: امریکا «باید له هر اقدام مخکې ښه فکر وکړي چې آیا د تایوان د امنیت لپاره د چین د خلق جمهوریت له ستر ملي ځواک سره د مستقیمې مخامخ کېدو لپاره چمتووالی لري او آیا کولای شي د هغې له پایلو سره مقابله وکړي او که نه.»
Cliquez ici pour obtenir votre annonce sponsorisée.
Catégorie
Site Web
Adresse
Metz
57000
Notifications
Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Pashto Daily publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.