Restless Quill
د نوې او انتخابي شاعرۍ لپاره راسره پاتې شئ. 🌹
د غزل نيمه مطلع په پاڼه ليک ده
سياهي د يو قلم نه توئېدلې
د ډاکټر د دوايي پرچې پرتې دي
د بالخت د لاندې درې شلې روپۍ دي
د سګرېټو يو نيم ګړے ډبے پروت دے
زنګ وهلې ده ګوتمه په لفافه کې
په کاپۍ کې يې نري شانه ليکلي
د يو چا د مېخکي ارمان پوره شو
لا په ما د يو زرګر قرض پېسې
مات بوتل دے ستا د کور لۀ خاورو ډک دے
پکې تخم د موسم د ډمبرګلو
وچه لښته کشمالے ورسره پروت دے
د قاتل د لفظ قات ليکلے شوے
ستا تصوير يې د کتاب په مېنځ کې پروت دے
تۀ قاتل يې ستا يې دومره ثبوت پرېښے
يو سړے بېګا دوه نيمې بجې مړ دے
کاروان مومند صېب 🫀
ما وران وطن ليدلې دې د جنګ په حق کې نه يم
دردمند مومند صېب 🫀
چې د جنګ دا ټکې وران کړو دا کېدې شي ؟
ارواښاد اقبال مومند صېب 🥺
.
19/05/2026
له مې تلوسه د ديدن ډيره شوه جانانه
شپه د وصال دغه وا چې تيره شوه جانانه
دومره مې په زړه دي ستا د مړو سترګو يادونه
خپله زندګي له مانه هيره شوه جانانه
اور چې اولګېږي نو لوګے خو پورته کېږي
مينه مو ټول کلي ته برسيره شوه جانانه
ستا ديدن ته ورځې شپې شميرم عمر تیریږي
مينه له شمېر اووته بې شمېره شوه جانانه
ځکه د افګار د ژوندون شپې په شوګيرو دي
مينه ئې ستا زلفو کښ راګيره شوه جانانه
ستا ګيلو راته دا زړه شين کړې دې ❤️🩹🥺
ټول غمونه راکړه زه ئې وړې شمه 🥺
مه مې تصوير ساته او نه دې تصویران ساتمه 💖
دا خو يو ته يې ستا په هره ناروا غلي يو 🥺❤️🩹😔..
دا بې قراره روح به اومومي قرار يو ځل ❤️🩹🥺
Category
Website
Address
Peshawar
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Restless Quill posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.