Mujeeb Arez

Mujeeb Arez

Share

Mujeeb Arez is Afghanistan’s most Popular TV Presenter

06/07/2026

چې غربت دي لمن ونيسـي رحمانه
در معلوم به شي ياران ټکي په ټکي

رحمان بابا

06/06/2026

دا یوه مېله مو هم زموږ په ځوانانو نه ده پېرزو؟!

د دوبي موسم دی او د مېلو وخت دی. پرېږدئ چي خلک مېلې وکړي. په وطن کي بله کومه خوشحالي شته؟! دا یوه مېله ده ، دا مو هم پر دوی نه ده پېرزو؟ په دې مېلو سره به مو ځوانان د وطن د هري سیمي، خلکو او فرهنګ سره بلد سي. د وطن سره به یې مینه زیاته سي. د سفر تجربې به ترلاسه کړي. د رواني صحت لپاره هم ډیري ګټي لري. ځوانان به مو د مېلو وروسته انشاالله د مثبتو فکرونو سره بېرته خپل ژوند او کار ته را وګرځي. خو د دې مېلو یو لوی مایوسه کونکی او غمګينه اړخ دا دی چي ، زموږ مېندی او خوېندي له دې څخه محرومه دي. د هلکانو په شان نجوني مو هم د ورځني کارونو او تکرار ژوند څخه یوې دمي ته اړتیا لري. دوی هم زړه لري او غواړي چي دباندي آزادی فضا ته ووځي، د سیند غاړي ته، د غره لمني یا یوه شین ځاي ته، تر څو نفس تازه کړي. دا لوی غېرت دی چي یوازی د ځان په فکر کي نه اوسو او د کورنۍ هر غړي سپین ږیري ، سپین سري، ښځي، خور ، مور او لور مو هم خوشحاله وساتو. هغوی هم له مېلو له یاده مه باسئ.

نور مو نو نوش جان سه !

06/04/2026

الله په مونږ کي داسي یو افغان وزېږوه
په شان د احمد خان یا میرویس خان وزېږوه
چي ننګ د وطن وکړي داسي ځوان وزېږوه
نو یا خو خوشحال خان یا باچا خان وزېږوه
را پورته چي بېرغ د آزادۍ کړي په هیواد
یا داسي یو پاچا لکه امان وزېږوه

06/02/2026

دا د خوبونو دنیا لږه رنګینه ښه ده
په نفرت اور پورې شه جانانه مینه ښه ده

06/01/2026

درهمه چیزی هنر و عیب است
عیب مبین‌تا هنر آری بدست

نظامی گنجوی

05/31/2026

پشتو + دری = ❤️ دو زبان ، یک دل

05/30/2026

د بېوزلو خلکو د کورونو د نړولو پر ځای، ښه به وي چي د نورستان لار او سړکونه جوړ شي، ترڅو د خلکو ژوند خوندي او د ناوړو پېښو مخه ونیول شي.

05/30/2026

تسلیت !

05/29/2026

په دې شعر کي که څه هم شاعر ډیره زیاته مبالغه کړی ده، خو د پښتو ژبي سره د میني اظهار یې ډیر ښکلی دی او زما خوښ شو 😀

آدم حوا سره پښتو ویله
خدای له موسی سره پښتو ویله
عیسی امت ته په خطاب کې وویل
مریم له ما سره پښتو ویله
یوسف د مصر د عزیز ماڼې کې
د زلیخا سره پښتو ویله
د خپل آیین د خپریدو په خاطر
زردٌشت یما سره پښتو ویله
کلونه پس چې له ځنګله راغی
خلکو بودا سره پښتو ویله
سحر د خوبه چې راپاڅیدم
ګل د بورا سره پښتو ویله
یوروپ کې لــویه زویه تا ته وایم
نیکه دی نیا ســره پښتو ویله
دا پیژندپاڼـــه خپله ورکه نه کړی
چې مور دی ما سره پښتو ویله

05/29/2026

پښتو زما د مور او پلار ژبه ده
پښتو د مينې د اظهار ژبه ده

تل به ژوندۍ وي د نړۍ ژبو کې
پښتو خو اوس د کاروبار ژبه ده

دا مو د ژڼو د افهام او تفهيم
دا مو د پېغلو د سينګار ژبه ده

مونږه د ټولو ژبو قدر کوو
خو پښتو هم ددې ديار ژبه ده

د پېښور لوی او واړه ېې واېې
د لوی هلمند او ننګرهار ژبه ده

د روه له غرو ېې غزونې وکړې
دا د لرغوني کندهار ژبه ده

د خوست پکتيا او پکتيکا د غرونو
د پښتونخوا د هر کهسار ژبه ده

دا د خوشال او د رحمان د خاورې
د لوپټو او د دستار ژبه ده

دا د ميوند د ملالۍ ټپه ده
د ګودرونو او چنار ژبه ده

اوس به سيالي کا نورو ژبو سره
پښتو د علم او د کار ژبه ده

لوی او واړه ېې خدمتونه کوي
اوس په وطن کې د سرکار ژبه ده

دا په دېرو او په حجرو کې وايو
دا د منګي او د ستار ژبه ده

نصرته ليکه د پښتو غزلې
خوږه پښتو د يکه زار ژبه ده

د امان الله نصرت صېب کلام

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Sterling?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Sterling, VA